انګريزانو او شورويانو خپل مزدوران او جاسوسان په مونږ حاکمان او په لکونو افغانان يې پرې ووژل. پاکستان او ايران ځانونه د مدينې انصار او مونږ يې د احد او بدر مجاهدين ګڼلو، خو بيا پناه ګرين، د هغوي د اوږو بار مفت خواره ترهګر او "ماجره کله به ځې" شو او امریکا ځمکنيو واقعیتونو او د افغانانو عقائدو او کلتور ته له توجه پرته د ديموکراسي ترعنوان لاندي يوه نوې جګړه په افغانانو باندې وتپله دا به له واقعیتونو څخه لرې وي که مونږ فکر وکړو چې د جګړې په میدان کې د دښمن ماتول آزادی ده. پرديو مرستو او رسمیت پېژندلو ته محتاج او د زده کړو له حق محروم ملتونه يوازې په شعاري ډول خپلواکي لمانځلى شي، د آزادی جګړه ګټل آزادی نه ده، بیشتر بخوانید »
