سمه ده چې اوس په افغانستان کې لله الحمد جګړه نشته، زورواکان نشته، د واک جزائر نشته, دوه سرى حکومت نشته، نظام وېشلى او پاشلى نه دى، د فساد کچه کمه ده. د توپک ډزا, د بمونو غړزا, د الوتکو کړنګا او د ټانکونو غوړمبا نشته، اوس د جګړو له امله د افغانانو په کورونو د ساندو ترنم او د سلګيو غږ نه اوريدل کيږي، اوس د سحر باد د ماشومانو د وينو پيغام نه راوړي او يقيناً ورباندې خوشحاله يو، خو د افغان په ښځينه بچيانو باندي د زده کړو دروازې بندې پرتې دي، بيکاري د ولس ژوند ننګوي، لوږه توپان جوړوي، بېوزلي ناورين رامنځته کوي، اندېښنې شته، ځوانان مو د بيکاري له امله اروپا ته د رسيدو په هيله د ايران او ترکیې په پولو او د اروپا په اوبو کې ژوند له لاسه ورکوي.هېواد مو په نړيواله کچه منزوي دى، نظام کورنى او بهرنى مشروعیت نه لري بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








