لسيزې کيږي چې زموږ ولس عمدتاً د سياست، مذهب او قوميت په نومونو د مشرانو په منګولو کې يرغمل شوى دى. د هغوى د هوايي ژمنو او غولوونکو شعارونو له امله په مسلسل ډول د بحرانونو او فاجعو په محراق کې قرار لري. يرغلګر راغلل او لاړل، نظامونه رامنځته شول او ونړيدل، حکومتونه جوړ او نسکور شول، خو زموږ ولس لاهم د ستونځو په عمق کې ژوند کوي . سياستوال په پرديو لاسوهنو او د يرغلګرو لخوا په ترسره شويو وحشتونو باندې خپل لاسونه پاکوي، خو ولس پوهيږي چې يکه تازي او د نورو د نفى کولو حرص زموږ د ستونځو بنسټ جوړوي بیشتر بخوانید »
