گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پر لعلی یی ژړل چی ګلالۍ یی پـــــرخـــــره سپــــورراؤړ!
پر لعلی یی ژړل چی ګلالۍ یی پـــــرخـــــره سپــــورراؤړ!

پر لعلی یی ژړل چی ګلالۍ یی پـــــرخـــــره سپــــورراؤړ!

کیدای شی له پنځه ویشتو کالو زیات عمر خاوندانو ته به په یادوی چی یووختی په هغه قوم او مذهب پوری تړلویو ته کوم چی په کابل کی د لوی جرګی په نوم تالار کی راغونډ کړای شوی ؤ او طالبی چارواکی ملا برادر آخند د کندهار پر ځای په کابل کی ورته په نیم ګړی فارسی ژبه د طالبی امارت فضائل او کرامات بیانول دا په داسی حال کی ده چی د افغانانو که شیعه دی او که سنیان ! تاجیک دی او که پښتانه ! ترکمن دی که هزاره ! د خپلو اصلی او انسانی لومړنیو حقوقو څخه برخمن نه دی
خو هغه مهال ددغه یعنی هزاره قوم یوه مخور بړیڅی  محمد کریم خلیلی آخند  چی خپلی ټولی هګې یی د حامدکرزی او دغربی دموکراسی او په ټوکرۍ کی آچولی وی په کندهار کی چی د ننی ملا غنی برادر پلرنی ټاټوبۍ بللی شی یوی غونډی ته وینا کوله چی د هغه د اوسنی  نا مشروع ځای ناستی ملا برادر آخند په پرتله له فاحشو غلطیو ډکه وه .کیدای شی زموږ دغه سرلیک چی ګنی موږ پور غواړو هغه نور غواړی ! د ځینو خود غرضه کړیو لپاره دا پوښتنه راپورته کړی چی اوس په افغانستان کی داسی استخباراتی ډله یعنی طالبان  واک ته رسیدلی دی چی دداسی حسابونو د تصفیې  مهال منتفی کوی څنګه کیدای شی چی داسی پاڼه او رسانه چی ځانونه د یوه خپلواک او نا پیلی افغانستان پلوی ګڼی داسی کرک جنو شعارونو ته هوا ورکړی . ! او تر دی چی په  اوسنی مجازی نړې کی یی د لیکنو سرلیک وټاکی . خو هغه د هوښیارانو متل دی چی وایی آدب دی له چا زده کړ ویل یی له بی ادبانو څخه ! موږ په وار ، وار ویلی دی چی انسان او په ټوله کی د بنی آدم کرامت او وقار ته درناوی زموږ د څیړنو او ګرویژنو سره کرښه  بللی شی خو داچی ځینی قومی او مذهبی توکمونه لاهم د خپلو شخصی ګټو او غرضونو په موخه په مجازی نړۍ کی له افراطه ډک شعارونه ورکوی او کله نا که خو پر خپل ځان هم عریضه کوی او وایی چی ګنــــی ” من افغان نیستم ” او یا هم د واقیعتونو په پام کی د نیولو پرته موږ دا نظام غواړو یا هغه !  موږ ته یی هم دا جرئت را ؤبښه چی له دی شعار یعنی : موږ پور غواړو هغه نور غواړی ! څخه استفاده وکړو .پاته شوه د نظام د څرنګوالی او په هغه کی د مناسبی او عادلانه ونډی د آخیستو خبره ! موږ په وار ، وار ویلی دی چی د څولسیزو را پدی خوا زموږ دهیواد د برخلیک د ټاکلو حق موږ ټولو که کیڼ افکار مو درلودل او یا مو هم شبه مذهبی او ښی اړخه سیستمونو او نظامونو ته  تمائیل درلود دڅو ډالرو او روبلو په بدل کی اغیارو ته ورسپارلی دی
نوځکه خو ددی هیواد سپیڅلی اوپاک وګړی هم چی یو مهال د پردیو د  ظلم او بی عدالتی په وړاندی د جهاد او مبارزی ځلانده ستوری بللی شول د یوه مصنوعی قدرت او ثروت په نشه کی داسی غرق شول چی لاتراوسه او شاید هم تر یوی اوږدی راتلونکی به دنظام دڅرنګوالی په هکله هغه بابو لالی وائی چی استعمار یی خپلو اصلی موخو ته درسیدو په هیله او د  یوه مظلوم اوجګړی ځپلی ملت د فکری انحراف په موخه چی ونه کولای شی د وخت او زمانی حساسیت ته په کتو خپل تاریخی مسؤلیت درک کړی . لیری به نه ځو په تیرو شلو کالو کی کی به دافغانستان د اسلامی جمهوریت چی نه اسلامی ؤ او نه هم جمهوری !  ددغه سیاسی نظام تشکیلاتی جوړښت ته کتنه وکړو چی څنګه د بهرنی استعمار د ګټو په تناسب یی خپلی مهری په ډیر دقت او ظرافت سره ځای پر ځای کړی وی . چی ښه مثال یی دادی چی  د حکومت لومړی پُست به د پښتون ټباره څیری په لاس کی وی ، دوهم یعنی د ؤلس مشر لومړی مرستیالی  به یوه تاجکی زورور ته سپارل کیږی او د هغی تر څنګ به دیوه بل اداری پُست یعنی د ؤلسمشر دوهمه مرستیالی  په ورزیاتولوداسی چاته سپاری چی په ملی او منطقوی سطح د پام وړ وی اوهغه به د اسلامی وحدت ګوند وی چی زیاتره یی دهزاره توکم وګړی هم هغه د روسی استعمارپه وړاندی د جهاد اومبارزی اوږده سابقه لری. نو ځکه خو د حامد کرزی اواشرف غنی  په زیاتره  دوره کی لومړی داسلامی وحدت د ګوند مشر عبدالکریم خلیلی دؤلس مشردوهم مرستیال ؤ اود ښاغلی اشرف غنی په ټوله دوره کی سرور دانش چی خټه هزاره او د وحدت حزب له مشرانو ګڼل کیږی په دغه څوکې نښلول شوی ؤ .         
عجیبه خو یی داده چی همدغه کسانو کوم چی نړیوال پانګوال مافیائی نظام یی ددغه هیواد د پرمختګ او ثبات لپاره یوه الهی تحفه ګڼله په افغانستان کی ددغه اقتصادی نظام د ماتی او راغورځیدو وروسته د افغانستان لپاره  فدرالی نظام د ملت د بد بختیود پای ته رسولویوازینۍ  نسخه بولی . او ښاغلی سرور خان دانش هڅه کوی چی له دی پرته چی د تیر شل کلن نظام د ماتی عوامل پر ګوته کړی کله هم چی ورته دخبرو کولو موقع په لاس ورځی نو دافغانستان لپاره فدرالی نظام د نجات وسیله بولی !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا