گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د الحاج سید خان پادشاه روحانی پر سر د قومی مشرتابه پګړۍ !
د الحاج سید خان پادشاه روحانی پر سر د قومی مشرتابه پګړۍ !

د الحاج سید خان پادشاه روحانی پر سر د قومی مشرتابه پګړۍ !

الحاج سید خان پاد شاه روحانی چی د پکتیاولایت دزرمت سیمی د روحانی بابا د ولسوالۍ یو دروند او روڼاند شخصیت دی ددغه ولسوالی اوسیدونکو د مراسمو په ترځ کی د ولسی مشرتابه پګړۍ ورپه سرکړه .په دغو پرتمینو مراسمو کی دینی عالمانو ، قومی مشرانو ، مخورو ، ځوانانو او ګڼ شمیر د لیرو پرتو سیمو راغلیو میلمانو ګډون کړی ؤ                 .

گډون والو په یوه غږ د دروند قومی مشر الحاج سید خان پادشاه روحانی څخه غوښتنه وکړه چی دقومی مشرتوب پګړی ؤمنی او اجازه ورکړی چی دده پرسر د مشرتابه پګړی د یوه عنعنوی دود په توګه تر سره شی همدا رنګه ګډون والو د نوموړی د مشرتابه او خدمتونو په اړه خبری وکړی او د سیمی د یووالی ، ورورولې سولی او ګډکار پر ارزښت یی ټینګار وکړ د مراسمو په ترځ کی الحاج سید خان پادشاه روحانی ته د مشرتابه پګړی وروتړل شوه او دګډون والو له لوری ورته د لابریاوواو بیالیتوبونو غوښتنه وشوهالحاج سید خان پادشاه روحانی هم په خپلو خبروکی د ګډون والو له باور او ملاتړ څخه مننه وکړه چی د اولس اوسیمی یووالۍ او پرمختګ په لاره کی به خپلی هڅی روانی وساتی . د مراسمو په پای کی ګډون والو دالحاج سید خان پادشاه روحانی د پګړۍ تړل د یو مهم ټولنیز او معنوی پړاؤ په توګه یاد کړل او د نوموړی لپاره یی د بریالیتوب دعا وکړه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا