په دې آية کې، چې ښځو پورې، پـه ځانګړې توګه اړه لري. ټکی په ټکی، همدا دوه دستوره، راغلي دي. لـه هماغه تعبیر سره، له دې توپیر سره، چې دلته ضمیرونه، مؤنث دي. «وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ...» فرمايي: او ښځو ته ووایاست؛ چې سترګې له څرولو، او د هاغـه څه له کتلو څخه، چې نباید ورتـه وکتل شي، ځان وساتي. او لمنې خپلې هم، د نورو له کتلو، او هم له فحشا، بچ او پاکې وساتي. یعنې هماغه دستورونـه او عبارتونه، چې د سړو په اړه راغلل. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








