گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ځوانانودکرکټ بریا مو مبارک!
ځوانانودکرکټ بریا مو مبارک!

ځوانانودکرکټ بریا مو مبارک!

کله چی د چهارشنبې په ورځ (د کب ۸مه) د پاکستان په کوربه‌توب د دغه هېواد د لاهور ښار په قذافي نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه نو افغان ملی اتلانو د لوبې ټاس وګاټه او د سیالې انګلېنډۍ ملي لوبډلې پر وړاندې یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه چې د ابراهیم ځدراڼ د ښې ځلېدنې پر مټ یې سیالې لوبډلې ته د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې ډېره تکیه له ټپونو په تازه رغېدلي ابراهیم ځدراڼ شوه او هغه لوبډله له خورا سخت حالت راویستله.لوبډلمشر شهیدي ورسره ملګریتا وکړه او یو وخت داسې راغی چې د ښه هدف هېله پیدا شوه. افغان لوبډلې انګلنډ ته د ۳۲۶ منډو هدف کېښود. په دومره لوی هدف کې د ابراهیم ځدراڼ د ۱۷۷ منډو پاڼۍ لوی رول درلود، خو محمد نبي او عظمت الله عمرزي هم ورسره ملګرتیا وکړه.ابراهیم اوس د چمپېنز ټرافي سیالیو په تاریخ کې په تنهايي د ډېرو منډو جوړوونکی لوبغاړی شو.انګلنډ د توپوهنې په پيل کې بریدګر فیل سالټ او جېمي سمیت ژر له لاسه ورکړل، خو منډې یې ونه درولې او جیو روټ خپله پاڼۍ وغځوله.د ځینو نورو لنډو ملګرتیاوو تر څنګ له هغه سره د انګلنډ لوبډلمشر جوز بټلر ملګرتیا ښه روانه وه او یو وخت یې افغان لوبډلې ته لوبه سخته کړه.خو د بټلر له سوځېدو سره د افغان لوبډلې هېلې بېرته بیدارې شوې.دا لوبه دواړو اړخونو ته ځکه هم له فشاره ډکه وه چې د لوبې تر وروستیو څوک نه پوهېدل چې څوک یې ګټي.خو بالاخره افغان لوبډلې بریا خپله کړه. په دې بریا کې د توپ ویشتنې برخه کې عظمت الله عمرزی ښه وځلېد او د خپل لوبیز ژوند کې یې د لومړي ځل لپاره په یوه لوبه کې ۵ لوبغاړي وسوځول.لوبه د پاکستان لاهور ښار قذافي لوبغالي کې وه.د نواندیشی تربیون  او سرپرست یی په داسی حال کی چی د افغان کرکټ په وړاندی د ځینو خود غرضه کړیو ناوړه پروپاګنده ښه په درز کی روانه وه او طبیعی ده چی د کرکټ د ډګر په ټولو لوبغاړو به یی اثر درلوده خوبیا یی هم وکولای شول چی د انګریزانو ملی ټیم ته ماته ورکړی ددغه ملی ټیم ټولو ګډونکوونکو او ټول افغان کړیدلی اولس ته د زړه له تله مبارکی وایو .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا