عجب او د حيرت وړ منطق دى! د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف اوس له افغانستان څخه غواړي چې د نوموړي په هېواد کې د سولې ضمانت وکړي. دغه غوښتنه له خورا ژور تمثيل څخه ډک تناقض نندارې ته وړاندې کوي: هغه هېواد چې د «ستراتېژيکو شتمنيو» په نوم د وسلوالو ډلو د روزلو، پاللو سمبالولو او ستايلو اوږد او تاريخي شاليد لري. اوس له هغه هېواد څخه د خپل هېواد د خونديتوب لپاره د ضمانت غوښتنه کوي چې د هغوى د ناوړه تګلارو اوږدمهاله قرباني پاتې شوى دى. داسې ښکاري چې تاريخ د سمون او بدلون په لوري نه، بلکې داځل نورو ته د تراژيدي صادرولو د طراح په کور کې د تراژيدي د تکرار کېدو پړاوونه وهي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














