گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دطالبانو دکابل ولایت دلومړنی والی الحاج عبدالرحمن منصورسره مرکه
دطالبانو دکابل ولایت دلومړنی والی الحاج عبدالرحمن منصورسره مرکه

دطالبانو دکابل ولایت دلومړنی والی الحاج عبدالرحمن منصورسره مرکه

محترم الحاج عبدالرحمن منصور نه یوازی په یوه مجاهده او مبارزه کورنی کی زیږیدلی او دخپل مظلوم  شهید مجاهد  پلارمولوی نصرالله منصور(رح) وینه ییپه رګونو کی چلیږی و دهغه خدای بښلی ځای ناستی بلل کیږی بلکه په خپل انسانی او دینی فراست او عقلانیت سره یی په  انسانی ټولنه کی د وګړو حقوق او وجائب هم پیژندلی او هغوی ته دلاس ته راوړو په خاطر یی دیوی سوله ایزی مبارزی غږ هم پورته کړی دی . کله چی د روسی استعمار سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ دعبدالرحمن منصور شهید پلار مولوی نصرالله منصور  چی دافغانستان د جیدو علماؤ څخه شمیرل کیده
د جهاد او مبارزی تاوده ډګر ته ورودانګل او د مجاهدینو د یوی لوی برخی مشرتوب یی په غاړه درلود . الحاج عبدالرحمن منصور هم د دینی او شرعی علومو د زده کړو ترڅنګ د جهاد او مقابلی سنګر ته ور ودانګل چی دخپل شهید پلار پرلاره ګام پورته کړی . کله چی مجاهدینو د روسی یرغلګرو په وړاندی بری تر لاسه کړ افغانستان او خپل ټاټوبی ته راغلو لنډه داچی د فضیلت مآب شهید مولوی نصرالله منصور(رح) د شهادت وروسته چی ددین اوهیواددمعلوم الحاله دښمنانوپه ناپاکوارادودشهادت لوړمقام ته ورسید
نو الحاج عبدالرحمن منصور هم د امریکا او ناتو د یرغل په وړاندی د اسلامی امارت په لیکو کی دیوه غښتلی قوماندان په توګه خپل غښتلی رول ولوباوه او دکابل ولایت په شمول د څو ولایاتو دامنیتی کمیسیون مشری ورپه غاړه شوه .داچی د طالبانو د واکمنی په لومړیو کی یی د کابل د والی په توګه دنده پرمخ بیوه له حریت رسانی سره دیوی مرکی په ترځ کی دخپلی مبارزی وروستی شیبی ، دفتحی لومړني ورځی بیان کړی دی چی دادی د حریت رسانی او محترم الحاج عبدالرحمن منصورڅخه په ځانګړی مننه یی ترتاسودررسوو.هیله ده چی خوښه به موشی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا