زما د لاندې ليکنې موخه قطعاً د اوسني نظام له ټولو تګلارو او کړنلارو څخه ملاتړ نه دى او نه يې هم د عُقدو پربنسټ مطلق مخالفت کوم، بلکې په کورنيو او بهرنيو تګلارو کې د خورا زياتو نيمګړتياو او ترينګلتياو له شتون سره سره، په هېواد کې له تيرو پنځو لسيزو راپدېخوا د بيساري امنيت او د هېواد په بشپړه جغرافیه باندي د اوسني نظام تسلط هغه ځانګړتیاوې دي چې په انتظار مو ورته سترګې سپينې شوې دي. البته باید ووایم چې اوسنى امنیت قطعاً حکومت ته داسې برائت نه ورکوي چې د هېواد او ولس د ښېګڼې او ښيرازه راتلونکې لپاره خپلو نيمګړتياو ته متوجه نشي بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید









