که څه هم زموږ د ګران هیواد افغانستان په لویشت ، لویشت ځمکه کی د بهرنیو یرغلګرو په وړاندی د جهاد او مبارزی کارنامی د لمر د زرینو وړانګو په څیر ځلیږی او د پردیو او ښکیلاک ګرو پوځونو سره دافغانانو د خونړۍ ډغرو کارنامی له ورایه ښکاری خو بیاهم دملتونو په تاریخ کی ځینی دا سی اتلان وی چی دتاریخ یو خونړۍ باب جوړیږی . اودملتونو له نوم سره تړلی وی .دافغانستان په خونړی او معاصر تاریخ کی د مظلوم شهید مولوی نصرالله منصور (رح) یاد هغه ملی او معنوی پانګه ګڼلای شی چی د ټول اسلامی امت ، مادیت ځپلی بشریت د هیلو غوټې اوبه کوی .که څه هم نړیوال ښکیلاک وتوانید چی شهید مولوی نصرالله منصور (رح) په ظاهر بڼه ددوی په باورد جګړی له ډګره دتل لپاره ؤباسی خو پرهغه څه چی هغه نامتو شهید باوراو ایمان درلود هغه خو ددین او هیواد ددښمنانو د باور پر خلاف د خپلی مبارزی لپاره مورچل بدل کړ داسی چی په خپل شهادت سره یی خپل ژوند ابدی کړ .که څه هم دملتونو په تاریخ کی داسی عظیم الشانه شخصیتونه د یوه ملت لپاره مکتب او فکر جوړوی خو بیا هم د خپلی مبارزی په اوږدو کی ترټولو لومړی دخپل ټبراو نږدی کهول لپاره دلاری په داسی مشال بدلیږی چی ملتونه دهغوی په ټبر او اولادونوکی ددغه مشال رڼا ګوری.نوځکه خو ویلای شو چی د مظلوم شهید مولوی نصرالله منصور(رح) د ژوند څرنګوالی هم له همدغه فلسفی اصل د مطالعی پرته نه شو څیړلی او پکار ده چی د معاصرو ټولنیزو علومو په مرسته د شهید مولوی نصرالله منصور(رح) پر ژوند هم کتنه وشی . بیشتر بخوانید »
