استاد میرویس باوري، د شهید استاد آزاد خان باوري زوی، په ۱۳۳۹هـ . ش کال د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي د نکردک په کلي کې زېږیدلی دی.لومړنۍ زده کړې یې له خپل شهید پلار او د قره باغ ولسوالي د موشکي کلي په ښوونځي کې او منځنۍ زده کړې يې د پکتیکا ولایت د کټواز د سیمې د سلیمان بابا په لېسه کې سرته ورسولې. وروسته د قره باغ ولسوالي د سلطان محمود غزنوي په لېسه کې شامل او په ۱۳۵۷ هـ . ش کال د همدې لېسې له دولسم ټولګي څخه په اعلی درجه فارغ شو. د همدې کال د کانکور په آزموینه کې یې ګډون وکړ او د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شو، خو د کمونستانو پر وړاندې د جهاد په پيل سره د نوموړي تحصيلي سفر نيمګړی پاتې شو بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














