گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » هیبت‌الله او استخباراتي چاپلوسان!
هیبت‌الله او استخباراتي چاپلوسان!

هیبت‌الله او استخباراتي چاپلوسان!

قسم می دی په الله وی چی یو حکم دشریعت تغییر کیږی افغانستان څه چی که ټوله دنیا ورسره برهم کیږی نه تری تیریږی !!!! د کم اوزیات پنځو کالو په تیریدو  وروسته له هغه چی شیخ هیبت الله ځان ددنیا دمسلمانانو امیر ؤباله

نو د اولس پر خزانو پرتو غوړه مارو مارانو ته د غوړه مالۍ موقع  په لاس ورغله او هر غوړه مال کوشش کاوه چی ترټولو زیاتو خرافاتو او غلو آمیزه کلیماتو د یوه مجهول او مجعول استخباراتی امیر المؤمین شیخ هیبت الله آخند زاده پام ځان ته راوګرځوی .لکه څنګه مو په پورته توګه وویل ددغه مسابقی ترټولو مخکښ طالب نورالله نوری چی له ګوانتانامو زندان څخه راغلی ښاماردی  او  نه پوهیږی چی ده ته د ورسپارل شوی وزارت  دنده څه ده خو بیاهم دنقل مطابق اصل پر بنسټ د سرحدونو او قبائلو چارو دوزارت دنده پرمخ بیائی . افغان کوچیانو ته په خپلو خبرو کی وویل
چی امیر المؤمنین حفظه تعالی یوعالم دی د وخت امیر په کامل ډول ستا په شکل او تشکل دی دغسی یی لنګوټه ده دغسی یی ږیره ده …که زه قسم ؤخورم نو زه په خپل قسم کی زه صادق یم زما په آند ، زما په اندازه چی زه څومره پوهیږم او زه څومره دخلکو سره شناخته یم مت ته په والله العظیم د ځمکی پرمخ دشریعت پابند او پر شریعت باندی مضبوط د ځمکی پر مخ نه په دی نظام کی او نه یی له دی نظامه دباندی وینم . چی په شریعت باندی څومره محکم دی اوڅومره مضبوط ده  قسم می دی په الله وی چی یو حکم دشریعت تغییر کیږی افغانستان خو  څه کوی  چی که ټوله دنیا ورسره برهم کیږی که یی تر تیرکړی  !!!! خو هیڅوګ نه پوهیږی چی ولی ددومره استخباراتی بصیرت په رڼا کی د افغانستان دکم اوزیات د شل میلیونه ښځینه وګړو شرعی حقوق تر پښو لاندی کړی دی .
دا دقران او شریعت حکم دی له دی ور هغه خوا د طالبی نظام د لویو چارواکو څخه یو تن شیرمحمد عباس استانکزی  چی ګنی د پاکستانی عمران خان په امر د فیض حمید لخوا چی د دوحی دتړون په وړاندی یی چی د پاکستان دپوځ  له لوری پر مخ بیول د نه منلو سیاست تعقیب او په لنډمهاله کابینه کی د بهرنیوچارو د مرستیال پر څوکې ونومول شو دخوست ښار په یوه طالبی غونډه کی ویلی ؤ چیچی زموږ د امارت له مشرانو دا تقاضا ده چی د علم دروازی باید خلاصی کړی دی ته هیڅ بهانه او هیڅ شی نه شته نه به وی اونه به یی کوی ……..موږ په څلویښت میلیونه نفوسو کی د شل میلیونه په وړاندی بی عدالتی کوو آیا موږبه دقیا مت په ورځ دغسی راپورته نه شو ؟….
.ترټولو بی خونده او مسخره حکایت چی د مشروعیت د پروژی یوه برخه جوړوی هلته جوت شو  کله د طالبانو د لوړو زده کړود وزیر په نوم  ګمارل شوی طالب بیت الله شریف ته د حج کیسه کوله او تاسو به وګوری چی څنګه ددغو خرافاتو او اوهامو څخه د یوه دروغجن مشروعیت په موخه ګټه آخلی ؟شیخ ندامحمد ندیم خپله دحج کیسه داسی بیان کړه : زه سږکال حج ته تللی وم د حج په سفر کی دمکی مکرمی څخه دباندی راووتم یو عرب راسره مخامخ شو ستړی مشی می ورسره وکړه بیا یی پوښتنه را څخه وکړه چی ته دکوم ځای یی ما ورته ویل چی د افغانستان او ته د کوم ځای یی ؟ وایی عرب یم ! دای راته وایی چه انتم رجال نا ! تاسو زموږ رجال یاست تاسو اصلی نران تاسو یاست افغانان یادوی ځکه دافغانانو غیرت او ایمان ، ددنیا فرعون ته چی ماته ورکوی دا آسانه خبره نه ده که پردی ببرو چی ژغ وشی په هر ملک کی دا په نامه مسلمانان ځینی په لړزه وی . دا افغانستان دی چی ورته وایی زه دی اوس هم په قیصه کی نه یم ، سبا دی هم په قیصه کی نه یم بیا دی هم په قیصه کی نه یم !…..ددنیا مسلمانان زموږ د نظام احترام لری …باور وکړی چی ډیر محبت ډیره مینه ددنیا دمسلمانانو څخه موږ ولیدهدغه همسایه ګان چی زموږ پر سر باندی بمبارونه کوی ددغه ملک مسلمانان قسم په خدای دی چی ماته یی داسی سلامونه په لاس راکړل چی ویل یی زموږ سلام امیر المؤمنین صاحب ته ورساوه . دا مسلمانان وګوره چی څومره امیر ته عقیده لری یووار زموږ د اوقافو فیصله داسی وه چی په حج کی دشکریی پرځای باندی چی مشکل دی روژی دی ونیسی دهغه ملک مسلمانانو روژی نیولی وی ما ورته ویل چو تاسو ولی روژی نیولی دی ویل یی موږ خو د امیر المؤمنین اطاعت کوو نو ځکه مو روژی نیولی دی . نو زموږ دنظام احترام همسایه ګان لری …موږ ته پکار داده چی دخپل نظام حمایه او دخپل نظام شکریه او دخپل نظام سره محبت او دعالیقدر امیر المؤمنین سره لکه څنګه چی مو نن  دبیعت مظاهره وکړه همیشه داسی په اخلاص او باور کی پا ته شی .
طالبان چه کله هم د قدرت پر ګدۍ کینول شول ترټولو غټ او غولؤونکۍ شعار یی دقدرت دجزیرو ختمول او په ټول افغانستان کی د سرتاسری امنیت ټینګول ؤ . دطالبانو او د هغوی له ملاتړو به چی دزده کړو ، اساسی قانون او په ملی سطح نورو اړتیاؤ د پوره کیدو  پوښتنه وشوه نو ځواب به یی داؤ چی موږ خو د نجونو دتعلیم او د میرمنو لپاره دکار مخالف نه یو خو دداسی مسائلو لپاره په اسلامی چوکاټ کی زمینه برابرول پکاردی چی موږ پری کار کوو . خو واقیعت دادی چی علم که پر نارینه دی او که پر ښځینه د بنیادم د جوړښت یوه لازمه بیلګه ده چی د فرضو ، سنتو او مستحباتو څخه پورته باید ورته وکتل شی نو ځکه خو داسلام ستر پیغمبرمحمد مصطفی ص علیه وسلم د غزا او جهاد په سختوشرائطو کی هم دغه اصل ته په درنه سترګه کتل او باسواده اسیرلانو  داسارت څخه د آزادیدو یوازینی شرط یی له لسو څخه تر پنځلسو بیسواده کسانوته لیک لوست ور زده کول ایښودلی ؤ او کوم اسیر به چی پنځو یا لسو کسانو ته سواد او لوست ور ښودلی ؤ هغه به له اسارت څخه آزادیدو . خو له له بده مرغه دطالبانو په واکمنی کی د امر بالمعروف په نوم چی کوم وزارت یا اداره را مینځ ته شوی ده نه یوازی د نجونو او میرمنو پرمخ یی د ښوونځیو دروازی وتړلی بلکه  دښځو زده کړی د طالبی تفکر سره سم مباح ؤبللی .
کله چی طالبان د کابل ښار په کوڅو کی را ښکاره شول نود کابل په ښاریانو دویری اوهیبت څپی خپری شوی د طالبانو د واکمنۍ په هم هغو لومړیو کی د تملق او چاپلوسۍ په په شینلو او پاشلو د افغانستان د لرغونی تمدن بنسټونه په لړزا شول . او ددغه لړزأ په هغه لومړیو شیبو که د افغانستان د ښځو دچارو وزارت چی ظاهرأ د افغانستان دښځو دحقونو د ترلاسه کولو په موخه جوړ شوی ؤ د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوم ورکړ او د پیښاور ښار د یوی کلیوالی مدرسی یو طالب یی ددغه تازه جوړ شوی یا په بله بڼه د غنیمت شوی وزارت وزیر وټاکه او د هغه لومړی دنده هم دمیرمنو د زده کړو د بندیدو لپاره لاره هوارول ؤ چی ژر وروسته دهمدغو داعشی کړیو په غوښتنه د مجهول الهویت امیر پر فرمان تر امرثانی پوری له شپږمه پورته د نجونو پرمخ د ښونځیو دروازی وتړل شوی تردی چی د نارینه ؤ تعلیمی نصاب یی هم پرجنګی ترمنولوژې او ادبیاتو سنبال کړ . دهمد ی وزارت طالب وزیر خالد حنفی چی په شاړی محلی ژبه خبری کولی د سلګونو محتسبینو یوی غونډی ته په خطاب کی وویل چی : زموږ ستاسو نظام ، زموږ ستاسو وزارت ، زموږ ستاسو ترتیب ددی ډانچه ټول په اطاعت باندی ولاړدی ددی تعمیر اوساختمانی ټول په اطاعت ولاړدی ځکه چی اطاعت نه وی بیا انفرادی عبادات الله نه قبلوی اوته اسلامی نظام تطبیقولو لپاره ته مسؤل یی قدرمنده !ځکه اسلامی نظام پر تاسو باور کړی دی اوداسی مهمو ارګانونو کی یاست اخلاقی فساد وی تاته  الله صلاحیت درکړی دی . تاته اسلامی امارت صلاحیت درکړی دی …..تاته وزارت صلاحیت درکړی کوم ځای کی چی تاسو اخلاقی فساد درک کوی بغیر دخوف و خطر نه بغیر له دی چی وویریږی ډیر په بهادری او شجاعت سره ته به اقدام وکړی ولو که هغه لوړ پوړی چارواکی وی . …….
کله چی موږ د خالد حنفی محتسبینو ته دغه شانی وینا واوریده نو کټ مټ مو د تیر جمهوری نظام د ؤلس مشر د مرستیال امرالله صالح چه هغه مهال د کورنیو چارو وزارت پر ګدې ناست ؤ د پروان ولایت د یوه امنیتی چارواکی سره مخابروی مکالمات چی ورته ویلی یی ؤ که سړی دی ووژلو ….سر پری کړه او زما دفتر ته یی راوړه زه مسؤلیت پر غاړه آخلم

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا