زمونږد ټولوشهید!مظلوم شهید،سپیڅلئ شهید،خدای بښلۍ مولوی نصرالله منصور یادوم.نن مو یادیږی، نن یې ستایو او نن ورپسې اوښکې تویوو. ځکه چې هغوی د اعلاء کلمه الله او وطن د ازادی لپاره دې سپیڅلی جهاد وکړ. نه یې په کورنئ جګړه کې ونډه درلوده، نه یې غصب وکړ او نه هم فساد.نه یې په ژوند کې د چا ځمکې لاندې کړې او نه یې هم له مرګه وروسته کومه تپه د ځان په نوم کړه.نه یې چیرته ماڼئ، فابریکه یه ښارګوټئ اولادونو ته په میراث پریښوده او نه هم د بانک بیلانس.د افغانانو ترمینځ د جګړې د ختمولو په موخه یی هره هغه دروازه وټکوله چې په سوله کی یی مرسته کولای شوه. د پټ او ښکاره غلیم له ټولو هڅو سره سره د واک او ځواک په جګړه کې لتاړ نشو.نن یې په نه شتون کې ځان بیوسه او بی کسه احساسوم. خو خوښ یم چې چه د غلامی، چاپلوسی، پستی، غوړه مالی او مزدوری په دغه دوره کې په ابدی خوب ویده ده.هسې نه چه د عمر له زیاتوالی، ستونځواوناورینونو دزیاتوالی له امله یې د تاریخ جبرته سرښکته کړی وای! بیشتر بخوانید »