دنواندیشی تربیون ویاړی چی دافغانی مسلمانې ټولنی د معنوی او مادی پرمختګ په موخه یی د ټولنی د ټولو نوم ورکو پوهانو ، څیړونکو او دین پیژندونکو د غږ پورته کولو د منبر په توګه رول لوبولی دی له هغه ځایه چی موږ کلک باوراو ایمان لرو قرآن پاک داسی د پرمختګ د لاری یوه عقلانی او دالهی فطرت نقشه ده چی د ځمکی پرسر ټولی پیړې او نسلونه په بر کی نیسی او زیاتره برخه یی د انسانی ټولنی د تمدن او پرمختګ هنداره بللی شی . نوځکه خو داځل دیوه داسی چا د پاک قرآن یوپیچلې سورت چی په قرآنی ترمنولوژې کی یی دفیل نوم خپل کړی دی د نوی کهول او نویو شرائطو ته په پام کی لرلو سره ورته له سره کتنه کړی ده . دغه قرآن پوه او څیړونکۍ چی د خپلو علمی څیړنو په لړکی یی دفیل سورت ته کتنه کړیده په افغانی خواره او بیوزلی ټولنه کی د هغه کم شمیره غمیو څخه یوغمۍ ښاغلی انجنیر احمد حسین عنایت دی چی دخپل اصلی مسلک تر څنګ یی د محسن تفسیر ترسرلیک لاندی د قرآنی زده کړو او پوهنی لړۍ په نوم خپلی قرآنی او علمی څیړنی پیل کړی دی که څه هم دانسانی تواضع له مخی ځان ددی جوګه نه بولی چی ګنی توانیدلی دی د قرآن پاک روح دیوویشتمی پیړې د مقتضیاتو ژور تل ته ور ورسوی خو په زغرده سره ویلای شو چی د دینی ټولنپوهنی په ډګر کی جناب احمد حسین عنایت دګوتو په شمیر پوهانو او قرآن پیژندونکو له ډلی څخه دی چی توانیدلی دی داسلام مقدس دین په ځانګړی توګه د الله ج قرآن د یوی دائیمی علمی او عقلانی فطری نقشی په توګه چی د کائیناتو او هستی هنداره بللی شی له خرافاتو او اوهامو څخه ډکی ټولنی او په هغی کی میشت ځوان کهول ته ورورسوی چی دادی د ښاغلی احمد حسین عنایت په قلم د یادشوی فیل سورت یوه لنډه برخه ستاسو د مطالعی په موخه خپرؤو . هغه ته دلوی خدای ج له درباره اجرونه او په دغه ډګر کی د لاپرمختګونو هیله کوو بیشتر بخوانید »