پوهيږم چې زموږ چارواکو يوازې کابل ته له بلغاریا څخه د راوړل شويو افغان ځوانانو د تابوتونو له رارسېدو ته غبرګون وښوده خو د ډيورنډ له کرښې څخه د تيريدو په مهال د رنځورانو ماشومانو تورسرو او نورو افغانانو د بېوسي په چيغو باندې خبر دي خو غوږونه يې کاڼه کړي دي، يقيناً به د نيمروز ولايت په مرکز زرنج کې هم د انساني قاچاق وړونکو لخوا د هېواد د زرګونو ځوانانو په سرنوشت باندې د ملنډو د داستانونو په تړاو هم په جريان کې قرار لري خو ځانونه ناخبره اچوي. دا هم څرګنده خبره ده چې واکمنان په کابل کې د پاکستان او ايران د سفارتونو او د هغوى د کميشن کارانو د انلاین او افلاين ويزو د ورکړي تر عنوان لاندې د شرموونکي تجارت په تړاو هم بشپړ معلومات لري خو چوپه خوله مصلحت ګڼي او تر هرڅه مهم دا چې چارواکي به په هيواد کې د بيوزلي له امله د يوې ګولې ډوډۍ موندلو او په زده کړو باندې د بنديز له امله خپلو بچيانو راتلونکي ته د اندېښمنو او لالهانده والدينو د زړونو درد د احساس وړتیا لري خو متاسفانه وجدان ډير وخت د سياست په کږليچونو کې قرباني کېږي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














