په یوه شخص ، اداره او یوه وضعیت کې د مثبتو او ښو ټکو، خویونو، کړنو او وړتیاوو لټوونه ، میندنه او د هغو تقدیر، د وسعت او پراختیا لپاره جمعي تایید او د ملتیا هڅه د مثبتو بدلونونو لپاره لوړه انرژي را منځته کوي. د همدې استراتیژي پکارول په اشخاصو ، کورنیو ، نهادونو او ادارو کې د مثبتو بدلونونو په را منځته کیدو کې ډیر اغیزمن رول لوبوي. انساني ټولنې او سیستمونه په شریکه توګه په ښوکارونو کې له یو بل سره د مرسته کولو د پرمختګ لپاره وړتیاوې سره یو ځای کوي تر څو اړین خدمات او محصولات را منځته کړي.په انساني ژوند او ټولنیزو تعاملاتو کې په غلطیو او ناسمو شیانو تمرکز او له هغو څخه د ستونزو ، ویرو، غصې، فشار، غلطیو او تخریبي کړنو باندې ډیر تحقیقات شویدي. هره ورځ د منفي ټکو میندنې او د هغو د تبلیغاتو لپاره ډیر خلک او رسنۍ لګیا دي کار کوي. ددې ټولو پایله او نتیجه په حقیقت کې د منفي سایکالوژي پراختیا لپاره کار کول دي - تر څو د انساني ذهن لپاره منفي توکې برابر او پرې خړوب یې کړي. له دې سره سم نا هیلي، بې اعتمادي ، ویرې، غم او غصه را منځته او خوشحالي له ګواښونو سره مخامخ کړي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








