د واخان دهلیز د بدخشان په ولایت کې د هندوکش او پامیر غرونو په منځ کې موقعیت لري او شمال ته یې د قراقرم غرنۍ لړۍ پرته ده. دا سیمه په تاریخ کې جيو ستراتيژيک خو په اوسني وخت کې جيوپوليتيک او جيواکانوميک ځانګړتیاوې لري. په ځینو برخو کې د سمندر له سطحې څخه تر 7000 مترو پورې لوړه سيمه ده. په يادو غرونو کې د واخان کوچنى سړک، چي د طالبانو لخوا له کار لاندي، خورا لوړ ارزښت لري، افغانستان او چین سره نښلوي. سره له دې چې له چین سره د افغانستان د نښلولو لپاره د دغې لارې په تړاو هیلې شتون لري، خوبیجینګ د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) او پهسیمه کې د امنیتي وضعیت په اړه د اندیښنو په ګډون د مختلفو عواملو له امله له دغه سرک څخه د ګټې اخیستنې په اړه محتاطانه رويه خپله کړې او ددغې لارې په تړاو بالفعل او بالقوه ننګونې او غبرګونونه دقيقاً څاري. بیشتر بخوانید »