گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د همت صاحب بی وخته آذان !
د همت صاحب بی وخته آذان  !

د همت صاحب بی وخته آذان !

د افغانی ټولنی تر ټولو لویه بدبختی داده چی ددغه ټولنی هروګړی هرهغه څه چی په لومړی ځل ورسره مخامخ کیږی په وړاندی یی په ځانګړو لاملونود ستاینی بابولالی وائی .په داسی حال کی چی دهغو حالاتو په وړاندی د مقابلی تاکتیکونه په کامل ډول څرګند وی . توریالي همت هم یو له همدغو کسانو شمیرل کیږی چی پر افغانستان د طالبانو د استخباراتی یرغل او ؤلکې ورورسته یی ددغه یرغل په لومړنیو شیبو کی ورڅخه نه یوازی کلک ملاتړاعلان کړ بلکه ځان یی ددغه استخباراتی غورځنګ یو ځواکمن غړی ګاڼه تردی چی دافغانستان دخواری ټولنی اوسیدونکو به فکر کاوه چی رښتیا هم همت صاحب د طالبانو دغورځنګ دلومړنیو مقتدرو کسانواو څیرو شمیرل کیږی چی ګنی د ټولنی د وګړو زیاتره ټولنیزی ستونزی حل کولای شی .

او په دی توګه به د سیمی وګړی د خپلو ستونزو د حل په موخه دهمت صاحب حجره ګرمه ساتلی وه اوخوار ؤلس ته به یی د قضایاؤ د حل اوفصل په دروغو وعدی ورکولی خوښاغلی توریالی همت ته دا پته نه وه چی په استخباراتی مصلحت کینول شویو ډلو ټپلو په راوستلو او قدرت ته په رسولو کی چی دتیرو ماتو او بریالیتوبونو څخه په انتباه پر ملتونو واکمن کیږی هلته د استخباراتو په تیاره نړی کی د عهد، وفا ،ملی ګټی ځای نه لری او ترټولو لومړی قربانیان یی هم هغه کسان وی چی له دوی څخه یی په افراطی او غیر عقلانی ډول د ملاتړ او ننګی نغره غږولی وی .

نوځکه خو توریالی همت چی د روسانو د یرغل د وخت د آزادی مینو جنګیالیو او مجاهدینو په لیکو کی د اعتراض جنډه پورته کړی وی دهمدغه استخباراتی واکمنو د عملونو د راسپړلو سینه یی ووهله او داعتراض غږ یی پورته کړ خو کلک باور لرو چی دغه اعتراض هم چی دیوه ملت د ذلت او خوارې ښکارندوینه کوی استخباراتی کړی کولای شی  په موقت ډول هغه ته د یوڅو غیرانو او مادی امکاناتو په برابرولو چی په خواشینئ سره دافغانستان زیاتره باسواده او په علم سنبال کسان په استخباراتی « دم غنیمت » ژوند د دغه تاریخی ذلت سره مخامخ دی خپلو استخباراتی موخو ته ورسیږی . اوپر صله رحم  دنړیوال استعماری جراثیم برید دهمدغه پروژی یوه برخه ده . توریالی همت هم چی د معترضینو د لیکو یو زړور جنګیالې ګڼل کیده د استعمار په لومه کی پریؤت او نن ورځ د یوه تلویزیونی منبر څخه پر امارت غږ کوی چی ګنی ښوونځی او پوهنتونونه دی د نجونو پر مخ پرانیزی او امیر المؤمنین دی ځان أولس ته ور ښکاره کړی . خو باید ښاغلی توربالی همت صاحب ته وویل شی چی هغه د فارسی ژبی د شاعرحضرت سعدی په  قول چی واېی :

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا