مظلوم شهید مولوی نصرالله منصور (رح) ، دعلم پوهې تقوا سیاسي بصیرت درلودنکی په اسلام او هیواد مین جهادې ستر رهبر داسلام اوانسانیت د معلوم الحاله دښمنانو له خوا له نن څخه ٣٢ کاله پخوا په شهادت ورسیده.هغه د پردیو د دین او هیواد ددښمنانو د ناولیو موخو په لاره کی داسی د سترګو اغزي ؤ چی یوازی د هغوی په آند باید په فزیکی ډول له مینځه تللی او په شهادت رسول شوی وای . نوځکه خو د اجرتی قاتلانو او د استعمار لاس پوڅو په وسیله په هیواد کی د روسی ښکیلاک له ماتی لږ وروسته دپکتیا ولایت ګردیز او د هغه د خپل ټاټوبی زرمت په لاره کی د یوه موټر بمب د چاودیدو په وسیله د شهادت او ګواهۍ ستر مقام ته ورسید . جبون او زبون دښمن دتل په څیر داسی انګیرله چی شهید مولوی منصور رحمت الله علیه د یو څو کیلو هډوکو او غوښو څخه جوړشوی بدن دی دی چی د هغه په له مینځه تګ به هغوی خپلو تاریخی موخو ته ورسیږی خو نه شهید مولوی منصور رحمت الله علیه د عدالت غوښتنی د مبارزی داسی مور چل او مکتب دی چی د هغه ژوند له شهادت او د انسانیت په لاره کی له ګواهی پیل کیږی بیشتر بخوانید »