
۵ ــ د فحشاء او زنا کلیمې يوه تر بلې ډیر توپیر لري؛ ړومبنۍ عامه معنا لري او په هرې ناوړه او رسوا خبرې، کړنې او عمل پورې اړه لري، په عمومي توګه که هغه اخلاقي او شهواني مسئلې وي او که نورې همدا راز وي، خو زنا یو ډول د فحشاء په جنسي اړيکو کې دی چې دوام او ثبات ولري، یعنې د یو چا کار او دنده همدا فحشاء وي، او په اصطلاح زنا«کار» وي ، نه دا یو ځل غولېدنه او فریب خوړنه [و ل:پرتوی از قرآن، مرحوم طالقاني ج ۶ ص ۱۰۶].«الزَّانِي لَا يَنْكِحُ إِلَّا زَانِيَةً…» زناکار سړی به له زناکارې ښځې پرته نکاح نکوي «أَوْ مُشْرِكَةً …» یا به له مشـرکې ښځې سره نکاح کوي، البته ځېنو ویلي «لا ینکح» نباید نکاح وکړي او ځېنو ویلي نکاح نکوي او طبیعي ده چې هر څوک د خپل ځان په څېر پیدا کوي.
زنا دومره ناوړه او ناروا کار دی چې د انسان د طبیعت مزاج د هغه په توسه فاسد او ګډوډېږي، او د بدو او ناوړو څیزونو لور ته لېوالتېا مومې، نو د داسې انسان لور ته هاغه څوک لېوال او راغب وي، چې پخپله خبیث النفس وي، او اخلاقي مزاج يې فاسد وي. په داسې ډول چې زنايي د زنايي په توګه، او هم زنا ته د لېوالتیا په توګه، نکاح نه کوي. مګر د زنايي ښځې یا مشـرکې سره، او همدا راز ددې پر عکس هم دی؛«…وَالزَّانِيَةُ لَا يَنْكِحُهَا إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ…» او زناکاره ښځه هم، له زناکار سړي پرته، واده نه کوي. او یا له مشـرک سره واده کوي. نو له زنايي ښځې سره، د زنايي په عنوان، او زنا ته د رغبت او لېوالتیا له کبله، بل څوک ورسره نکاح نه کوي. مګر کوم زنايي یا مشرک سړی. او داسې یوه نکاح چې، له زنايي ښځې سره د زنايي په توګه وي، چې په پایله کې، په راتلونکې کې هم پر زنا پاتې شي. یا له مشـرکې ښځې سره وي، پر مسلمان حرام شوی دی [ګناه ګڼل کېږي]. «…وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ». او پر مؤمنینو دا ډول کار حرام دی. سـره له دې چـې، ددې دواړو پـه سـمـوالي او نـاسـمـوالي کې به تـوپیر شتون ولري. چې یو څوک له زنايي ښځې سره، د زنايي والي په توګه نکاح وکړي. دا سره له دې چې ګناه ده، خو نکاح يې منعقد او صحیح ده. البته تر هاغه مهاله حرامه ده، چې شغل او دنده يې همدا ډول وي. یعنې که د زنا په کار کې، مداوم پاتې شې. ورپسې آیة څرګندوي، که راوګرځي او توبه وکړي، دا حکم يې نور په حال کې شامل نه دی. خو له مشـرک سره نکاح سربېره پر دې، چې ناجایزه ده او ګناه، نه منعقد کېږي، بلکې باطله ده.لکه څنګه چې مخکې مو وویل؛ د فحشاء او زنا کلیمې يوه تر بلې ډیر توپیر لري؛ ړومبنۍ عامه معنا لري، او په هرې ناوړه او رسوا خبرې، کړنې او عمل پورې اړه لري. په عمومي توګه، که هغه اخلاقي او یا شهواني مسئلې وي، او که نورې همدا راز وي. خو زنا یو ډول د فحشاء په جنسي اړيکو کې ده، چې دوام او ثبات ولري. یعنې د یو چا کار او دنده همدا فحشاء وي، او په اصطلاح زنا«کار» وي ، نه دا یو ځل غولېدنه او فریب خوړنه. [و ل: پرتوی از قرآن، مرحوم طالقاني ج ۶ ص ۱۰۶].د زنا د سزا تر بیانولو وروسته، د دغه فعل له بریده د اوښتولو په پایله کې بدوالی او ناوړتیا څرګندوي. یعنې هغه نارینه او ښځینه، چې پر دغه ناوړه او ناولي عادت روږدي وي؛ په حقیقت کې ددې وړ نه دي، چې له هغوی سره، د پتمنو مؤمنانو د واده او نکاح، ناستې او ملاستې اړیکه ټینګه شي. ددوی له ناولي طبیعت، او ناوړو لېوالتیاو او عادتونو له شتون سره، یا له دوی هم بتر مشرک، یا مشـرکې سره، پخپلو کې نکاح کوي، او یا اړیکه ټینګوي. نه ښايي چې له دوی سره، د کوم مؤمن اړیکه ټینګه وي. دوی په حقیقت کې په خپلو کې، یو له بل سره مناسب او وړ دي؛ چې د همدې سورة په ۲۶ آیة کې الله تعالی فرمايي: «الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ…»
د آیة ظاهر او څرګنده بڼه، په ځانګړې توګه د هغه د لاندیني سیاق په نظر کې نېولو سره، چې د هغه له صدر او پیل سره اړوند دی، داسې څرګندوي چې: دا آیة شریف د تحریمي تشـریعي حکمي بیان، په مقام کې دی، که څه هم د هغه د صدر او پیل له ظاهره داسې ښکاري، چې له کومې مسئلې خبر ورکوي. چون له دې خبره مقصد، ټینګار او تأکید، په نهې کې دی. ځکه هغه مهال چې امر او نهې د خبر په بڼه بیان شي، مؤکده امر او نهې کېږي. او دا ډول تعبیرونه زیات دي؛ [مثلاً وایو پلانکی دا کار کوي، او یا نور له دې کارونو نه کوي، یعنې په هیڅ وجه يې نباید وکړي.] او د آیة د معنا حاصل دادی چې: کوم مهال چې د زنايي سړي، زنا شهرت وموند، او حد پرې جاري شو. خو د توبې کولو په اړه يې، کوم خبر څرګند نه شو. نو له سپیځلې او مسلماني ښځې سره يې واده کول حرام دي، باید له زنايي ښځې سره واده وکړي، او یا له مشـرکې ښځې سره. او همدا راز که د زنايي ښځې زنا شهرت وموند، او حد پرې جاري شو، خو توبه کول يې څرګند نه شول. نور نو پر دې حرامېږي، چې له سپېځلي مسلمان سړي سره واده وکړي. باید له مشرک، یا زنايي سره واده وکړي. نو دا آیة، داسې یو آیة دی، چې پر خپلو احکامو ټیکاو او باقي دی. چې نسخ شوی نه دی، او تأویل ته هم کومه اړتیا نه لري. او که په روایتونو کې يې حکم مقید کړی دی، د حد د تطبیق او د توبې د څرګندېدو په بڼه دی. په ورپسې آیة کې، د حد په اقامه کولو امر دی، او همدا وروسته واقع کېدل يې، پر دې څرګندونه لري، چې له زاني او زانیه څخه مقصد، حد خوړلي زنايي سړی او زنايي ښځه ده. او همدا راز د زاني او زانيه اطلاق په هاغو کسانو کېږي، چې تر اوسه لا، دې ناوړه کار ته ادامه ورکوي. او ددې اطلاق شمول، هاغو کسانو ته چې د نصوح توبه يې کړې وي، د قرآن کریم له دأب او ادب څخه لېرې ده. په دې آیة کې، د زنايي سړي او مشـرک، او د زنايي ښځې او مشـرکې، يو ځای ذکرول، له معنا ډکه یوه نغوته ده. د زنا او شرک ورته والي ته، په ګڼو ځایونه کې اشاره شوې ده. زنا یو داسې اخلاقي ناولتوب دی، چې د عقیدې له ناولتوب [«شرک»]، سره ورته والی لري. په قرآن کې د دغه وصفي اشتراک له لامله، شرک او مشرکینو ته نجس هم ویل شوی دی. د ټولنې د ایماني حس د راوېښولو لپاره دا اړینتیا له دې لامله ده، چې مجرد قانون که هر څومره حکیمانه وي، د ټولنې ساتنه تر هاغه مهاله نشي کولی، تر څو چې په ټولنه کې، له بدیو او ناوړتیاو، کرکه او نفرت شتون ونلري. د هر قانون د تطبیق او عملي کولو لپاره، په ځانګړې توګه کله چې قانون سخت هم وي، په اړینه توګه په هغه کې داسې شرطونه وي، چې مجرمین، د هغه له نیواک څخه، د خپل ځانونو په بچ ساتلو کې بریالي کېږي. له داسې مجرمینو څخه د بچ کېدلو، او د هغوی د سمولو مسئولیت، پخپله د ټولنې په غاړه دی. چې هغه داسې خلکو ته، په خپلو سترګو کې، ځای ورنکړي. تر څو هغوی اړ شي، په هر ځای کې چې اوسېږي، په سمه او شریفه توګه هستوګنه وکړي.که هغه د مؤمن او کوم شریف مسلمان سره، د خپلوئ غوښتونکی وي، د هغه غوښتنه دې تر هاغې رد شي، تر څو يې چې له ناولتوبه توبه کړې نه وي. تر دې چې دا ډول خلک شریفو کورنیو ته د نژدېوالي حوصله ونلري، دا ویښتېا د جرمونو مخنېوي لپاره، اړين څیز دی. د اوسنۍ زمانې له آفتونو څخه، یو ستر آفت او ستونزه داده؛ چې که څوک د خپل زوی یا لور لپاره، د ژوند شریک او همسـر لټوي، نو په هغوی کې داسې صفتونه لټوي، چې د دنیوي برم او دبدبې اړخ ته يې، هرومرو پاملرنه کوي. خو داسې وګړي ډېر لږ موندل کېږي، چې په دې اړه د معاملې هاغې اړخ ته پاملرنه وکړي، کومې ته چې آیت لارښوونه کوي. د زنا د حراموالي، ناسموالي او ناوړتیا په هکله، به ډېر لږ کسان داسې وي، او یا به هيڅ نه وي، چې مخالف نظر ولري. او د هغې د بدو پایلو په اړه، چې ددې شوم او ډېر ناوړه عمل له لامله، د فرد او ټولنې پر لمن نښلي. د زنا د ناسموالي، او پر ټولنې يې بدې او ناوړه آغېزي، به له هیچا پټې نه وي، خو بیا هم په دې اړه په لاندې توګه لنډه توضیح وړاندې کېږي:ددې ناوړه عمل پیدایښت او پراخوالی، پرته له شکه د کورنئ نظام ګډوډوي. او د ټولنې بنسټ، چې کورنۍ ده، له بېخه وباسي. د پلار او زوی اړیکه، مبهمه او تېاره کوي. د هویت او پېژندنې نشت والا زامن، چې د تجربې له مخې په خطرناکو، جنایتکارانو تبدیلېږي، زیاتېږي. دا له شرمه ډک عمل، چې په ټولنه کې، د هوسناکو وګړو تر منځ، د راز راز فردي او ټولنیزو، نښتو او کشمکشونو لامل دی. هاغه داستانونه او کیسې چې، د ځېنو بدنامو محلو او چمونو، او د فساد له مرکزونو څخه نقل شوي دي، په ښه او څرګنده بڼه، ددې واقعیت بیانوونکي دي، چې د زنا په پایله کې د جنسـي بې لاریو تر څنګ، ډېر بدتر جنایتونه رامنځته کېږي. پر دې سربېره تجربې څرګنده کړې، او همدا راز علم جوته کړې، چې دا عمل د ډول ډول ناروغیو، د خپرېدو لامل کېږي. موږ پوهېږو، چې اروايي او د جنسي لاعلاجه ناروغیو [لکه ایډز او نور …] د هغه له بدو آغېزو او پایلو څخه دي. او دا له چا پټې او پنهان نه دي. له ټولو تشکیلاتو سره، چې د هغه له پایلو او آغېزو په مقابله کې په اوسنۍ زمانه کې رامنځته شوي دي، بېا هم شمېرنې څرګندوي: چې وګړو تر کومه بریده، له دې لارې خپلې سلامتۍ له لاسه ورکړې، او ورکوي. دا عمل ډېری، د جنین د سقط، د زامنو د وژنې او د نسل د پرې کېدو لامل کېږي؛ ځکه چې دا ډول ښځې هيڅکله د داسې بچو ساتلو ته نه حاضرېږي، او اصولاً، د بچي وجود، د هغوی د داسې شومو اعمالو د ادامې په لار کې ستر خنډ دی. نو ځکه تل هڅه کوي، هغوی له منځه یوسي، او ددې په څېر نور جنایتونه، ددې عمل له شومو آغېزو او پایلو څخه دي.
او هغه څوک چې پاک لمنې ښځې [په فحشاء] متهموي [(تور پرې لګوي)]، او بیا [د خپلې ادعا د ثبوت لپاره] څلور شاهدان نه راوړي، [د دغه بې شاهدانو تور له امله] هغوی اتیا ضربې دُرې ووهئ، او [له دې وروسته] له هغوی هيڅ شهادت مه قبلوئ، [مه منئ] او هغوی فاسقان دي. [چې هغوی د شریعت له حریمه خارج شوي دي (وتلي دي)].(۶ )
| وَالَّذِينَ | يَرْمُونَ | الْمُحْصَنَاتِ | ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا | بِأَرْبَعَةِ | شُهَدَاءَ | فَاجْلِدُوهُمْ |
| او هغه کسان چې | د تهمت په غشو ولي | پاک لمنې ښځې | بېا نه راوړي هغوی | په څلورو | شاهدانو | نو په دُرو ووهئ هغوی |
| ثَمَانِينَ جَلْدَةً | وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ | شَهَادَةً | أَبَدًا | وَأُولَئِكَ | هُمُ الْفَاسِقُونَ |
| اتیا دُرې | او مه قبلوئ تاسو له هغوی | شهادت | د تل لپاره | او همدا خلک | همدوی فاسقان دي |
۶ – «فسق» په عربي ژبـه کي، د محافظ او ساتونکي پوټکي[پوستې] غوڅېدلو، یا شلېدلو تـه وايي، چې د «فساد» لامل کېږي. د مېوې د پوټکي د غوڅېدلو په څېر، چې د میکروب د نفوذ [او ننوتلو]، او د هغه د فساد، ګندیدګۍ او ورستېدو لامل کيږي. د انسان پوسته هم، همدا شرعي حریم، حدونه، بریدونـه او ایماني نظامونه دي. تقوا هاغه ځواک او نیرو ده، چې له موږ سره، د حریم او حدودو په محافظت او ساتلو کې مرسته کوي. او فسق، د هغه پرې کولو او له مجازو بریدونو او مرزونو څخه تجاوز، او اووښتو ته ویل کيږي.لکه څنګه چې په تېرو آیتونو کې، د زنايي ښځې او نارینه لپاره، شدید مجازات بیان شوي ول. او کېدی شي، دا موضوع د مغرضو او بې تقوا خلکو لپاره، لاسوند شي. او له دې لارې په پاکو او سپېڅلو خلکو، تهمت او تور ولګوي. د زناکارانو له بیان وروسته، سمدلاسه، د تور او تهمت لګوونکو لپاره، چې له دې حکمه، د سوء استفادې په لټه کې دي، سخت او شدید مجازات بیانوي. چې د پاک لمنو کورنیو حیثیت او حرمت، د داسې خلکو له خطره خوندي پاتې شي، او هیڅوک د خلکو پر آبرو، د تعرض جرأت پیدا نکړي.لومړی وايي: «هاغه کسان چې پاک لمنې ښځې، د پت او عفت پر خلاف عمل تورنوي، نو د خپلې دغې ادعا د ثبوتولو او جوتولو لپاره باید، څلور (عادل) شاهدان راوړي. او که [شاهدان] را نه وړي هر یو له هغوی اتیا دُرې ووهئ؛ «وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِـأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ…».«یرمون»، «رمی» په اصل کې د غشي اچـولو، یا د ډبرې اچولو او ددې په څېر د نورو څیزونو اچولو، او ویشتلو په معنا دی. او طبیعي ده په ډېریو موردونو کې، ضررونه هم رسوي. وروسته دا کلیمه، د کنايې په توګه، د افرادو په متهم کولو او تورنولو کې، ښکنځلو کولو او د ناروا نسبتونو لګولو لپاره کارول شوې ده؛ ګواکې دا خبرې، لکه د غشـي په څېر، د هاغه کس پر جسم لګېږي، او هغه ټپي کوي. یعنې د غشـي ویشتل دا که معمولي غشـي ویشتل وي، یا د تور او تهمت غشـي وي. یعنې تهمت هم داسې دی، لکه د چا په لور چې غشـي وولي. هغه کسان چې پر محصنات تهمت کوي، محصنات یعنې هغه ښځې چې پاک لمنې دي، یا واده کړي دي. پخپله «حصن» یعنې قلعه، یعنې حصار [قُرًا محصنةً]. هغه ښارونه چې قلعه لري، یعنې حصار[کوټ] لري. نو «مُحْصَن» یا «مُحْصِن» هاغه کسان دي، چې د پت لرونکي دي. کوم کسان چې، د عفت لرونکي دي، پتمن دي. بې بند و باره نـه دي، یعنې یو حریم لري. څوک چې مړوښه ښځه ده، یا واده کړی نارینه دی؛ یعنې حریم لري. که مړوښه ښځه هم نه وي، پتمنه وي، او عفت لري، دې ته محصنه وايي. یعنې حصن او حصار لري، یعنې یو حریم لري، حدونـه او بریدونه لري. هر څوک نشـي کولی ځان ته اجازه ورکړي، له هغې سره نژدېوالی وکړي. پر دې بنا وايي: هاغه کسان چې پر پاک لمنو ښځو تور لګوي، «…ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ…» او څلور شاهدان نه راوړي. «…فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً…» اتیا ضربې دُرې پر هغوی ووهئ. او په دې سختو، او شدیدو مجازاتو پسې، دوه نور حکمونه پرې ورزیاتوي: «…وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا…»، ابداً د تل لپاره له هغوی شهادت و نه منئ. یعنې اعتبار يې، خبره يې، په هغه ټولنه کې د تل لپاره نقض کېږي، او له اعتباره لوېږي. «…وَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ» دوی فاسقان دي. فسق یعنې له شریعته خروج او وتل دي، له قانونه او له نظامونو خروج دی. «فسق» په عربي ژبـه کي، د محافظ او ساتونکي پوټکي[پوستې]، غوڅېدلو یا شلېدلو ته وايي، چې د «فساد» لامل کېږي. د مېوې د پوټکي د غوڅېدلو په څېر، چې د میکروب د نفوذ [او ننوتلو]، او د هغه د فساد، ګندیدګۍ او ورستېدو لامل کيږي. د انسان پوسته هم همدا شرعي حریم، حدونه، بریدونه او ایماني نظامونه دي. تقوا هاغه ځواک او نیرو ده، چې له موږ سره د حریم او حدودو په محافظت، او ساتلو کې مرسته کوي. او فسق د هغه پرې کولو، او له مجازو بریدونو او مرزونو څخه تجاوز، او اووښتو ته ویل کيږي.پر دې ترتیب، نه یوازې دا ډول کسان، له سختو شدیدو مجازاتو لاندې نیسـي، بلکې په اوږد مهال کې هم، خبره او شهادت يې، له ارزښت او اعتباره غورځوي. چې و نشـي کولی، د پاکانو او سپېڅلو خلکو حیثیت داغلی، او تورن کړي. سربېره پر دې، د فسق داغ يې پر تندي لګوي، او په ټولنه کې يې رسوا کوي. کېدی شي ووایاست؛ چې که داسې یو څيز وي، نو دا خو دومره نه پېښیږي، څلور عادل شاهدان له کومه موندل کېږي، چې شهادت ورکړي، چې کومې ښځې زنا کړې ده؟وایو: مګر آیا د زنا په اړه، د اسلام بنا، پر پلټنې او تجسس او تحقیق او تفتیش ده؟ اسلام چې وايي؛ څلور شاهدان اړين دي، موخه يې دا نه ده، چې وغواړي پلټنه او تحقیق دې وشي. تر څو وواياست له سختو شرایطو سره، په سل زرو موردونو کې یو هم نه پېښېږي، چې راشي شهادت ورکړي. [په ځواب کې ویل کېږي] اصلاً اسلام غواړي زنا کمتره ثابته شي. شاهدان رانغلل، رانغلل. که زر زناګانې بڼه ونیسي او پټې پاتې شي، د اسلام له نظره آسانتر دی له دې چې یوه پاک لمنې، عفیفه ښځه چې زنا يې نه ده کړې، تر تور او اتهام لاندې راشي. او دا ډېرتر اهمیت لري. اسلام نه غواړي د زنا فعل وشي، خو دا چې نه غواړي زنا وشي، د شاهدانو او مجازاتو له لارې نه دی، بلکې نورې لارې ورته چمتو او تابیا کوي. که د اسلام په فردي روزنې او ټولنیزو مقرراتو عمل وشي زنا نه واقع کېږي، نه دا چې مجازات کوي او د مجازات له لارې د زنا مخنیوی کوي. هو دا سمه ده، مجازات هم منل شوي او اړين دي؛ هغوی چې دا تربیت پرې اغېز نه کوي، پوه دې شي چې د مجازات لار د هغوی لپاره ده. ومو ویل؛ څلور شاهدان اړین دي. نو، شهادت د شاهدانو لپاره څومره خطر لري؟ که یو نفر ولیدل، چې دوه کسان لګیا دي، زنا کوي. او نور درې کسان هلته نشته، چې له ده سره یو ځای شهادت ورکړي، باید خپله خوله بنده وساتي. یا که دوه کسانو ولیدل، باید خپلې خولې بندې کړي؛ که درې کسانو ولیدل، باید خولې بندې کړي. چون دا ډول نه دی، چې که راغلل شهادت يې ورکړ، هغوی ته ووايي کوم شهادت مو چې ورکړی کافي نه دی، خپلو کورونو ته لاړ شئ! بلکې وايي شهادت مو ورکړ او و مو نشو کولی اثبات کړئ، نو «قاذف» [تور لګاندي] یاست، باید هر یو اتیا ضربې دُرې وخورئ. همدا چې قرآن وايي: هغوی چې پاک لمنې ښځې تورنوي، او څلور شاهدان نه راولي، که څه هم رښتیني اوسي. خو څرنګه چې په دې ویلو سره يې یوه ښځه متهم کړې ده، [او نباید چې ویلي يې وای] نو هغوی اتیا دُرې ووهئ. خو آیا همدا یو بدني مجازات دي؟ نه، ومو ویل چې یو ټولنیز مجازات هم شته: «…وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا…» د تل لپاره د دوی شهادت مردود دی. نور ددوی شهادت، په هيڅ مورد کې نباید ومنل شي. دلته یو ټولنیز مجازات دی؛ یعنې له هغې ورځې څخه، نور له ټولنیز اعتباره پرېوځي. ولي؟ ځکه چې، یوه پاک لمنې، او عفیفه ښځه يې، په زنا متهم کړې، او نه دي توانېدلي، هغه اثبات کړي. بل مجازات «…وَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ» دوی فاسقان دي. دلته د مفسرینو تر منځ اختلاف دی، چې آیا دا «…وَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ» یو جلا مجازات دي. د «…وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا…» هم له مجازات څخه دی. یا هماغه دی، یعنې دا دواړه په ټوله کې یو دی؟ ځېنو ویلي دا دواړه مجموعاً یو دی، په دې بڼه چې «…وَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ» د «…وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا…» لپاره د علت په مقام کې دی؛ یعنې دوی له دې تور لګولو سره فاسق شوي دي، نو څرنګه چې فاسق شوي دي، شهادت يې نه منل کېږي. او هر هاغه څيز چې شرط يې عدالت دی، له هغوی څخه نه منل کېږي. خو ځېنو ویلي دي چې دوه مجازاته دي: یو مجازات دا چې شهادت يې نه منل کېږي، او بل دا چې فاسق دي. او چون فاسق دي، د فسق نور اثرات پر هغوی بارېږي، او دا د تفکیک وړ دي. که کوم شاهد و نشې کولی، خپله مدعا ثابته کړي، او توبه وکړي، فسق يې له منځه ځي. [یعنې موږ له توبې وروسته هغه عادل ګڼو، موږ هغه پسې نمونځ کوو، کولی شي قاضي شي، ځکه چې قاضي هم باید عادل اوسي] خو شهادت يې نور نه منل کېږي، چون هغه یو بېل مجازات دی.همدا لامل دی، چې د ځېنو په عقیده دلته درې مجازاته دي؛ یعنې ددې لامل چې د داسې شخص شهادت نه منل کېږي، د هغه فسق نه دی، فسق یو جلا مجازات دی. د اسلام له نظره فاسق ګڼل کېدل، یو مجازات دی، د شهادت نه منل کېدل، بل مجازات دی. چې له همدې ځایه د ورپسې آیت معنا څرګندېږي، چې وروسته به توضیح شي. نو هغه کسان چې، په پاک لمنو ښځو [چې د هغوی زنايي توب په هيڅ دلیل او لامل، او شرعي قرینه جوت نه دی.] د زنا تور ولګوي، او ورپسې د خپلې ادعا د جوتولو لپاره، څلور ګواهان را نه وړي، نو داسې خلک اتیا دُرې ووهئ. او هيڅکله کوم شهادت له هغوی و نه منئ. دا هم د هغوی، د تور لګولو د مجازاتو برخه ده، چې د تل لپاره مردودالشهادة ګڼل کېږي. دا د دنیا د مجازاتو برخه ده، او دوی په آخرت کې هم د مجازاتو مستحق دي؛ ځکه چې فاسقان دي. خو هغه کسان چې توبه وکړي، الله تعالی بښونکی او لوراند دی. د پاک لمنو او سپېڅلو خلکو، د حیثیت د ساتلو په اړه، دا سختګیري، یوازې په دې ځای پورې منحصـره نه ده. دا په ډېریو اسلامي تعلیماتو کې انعکاس لري، او ټول له هاغه فوق العاده ارزښته حکایت کوي، چې اسلام د با ایمانه او پاک لمنو ښځو، او نارینو، د حیثیت لپاره، قایل دی. لومړی حکم ږدي، چې که څوک، ددې کار کړونکی شو، او هغه يې په ښکاره توګه، سر ته رسولی وي، باید جزا وويني. یعنې که څوک دا فجیع عمل سر ته ورسوي، او لږ تر لږه څلورو کسانو لیدلي وي، باید سل دُرې ووهل شي. نو که چا ته جزا ورکول کېږي، د هاغو کسانو دا کړنه او عمل باید، څلور کسانو لیدلی وي. زه فـکر نـه کـوم چې په کـوم ځای کې څوک دا کارونه، په عامه توګه، د خلکو مخکې، سر ته ورسوي. یعنې عملاً محال او ناشونی دی. یعنې په واقعیت کې غواړي، ووايي هره غلطي او بې لارېتوب چې کوئ. د ښار پارک او عامه ځایونه ته، د خلکو مخې ته يې مه راوړئ. او که دا کار مو وکړ، او څلور شاهدان درباندې تېر شول، « ۱۰۰ » ضربې په دُره به وهل کېږئ. او څلور کسان شاهدان هم په فقه کې ذکر شوي، په کومه طریقه، چې په فقه کې ورته اشاره شوې، او ذکر شوي، په آسانۍ دلته د بیان وړ نه دی. یعنې څلورو کسانو، باید دا عمل، په عین وخت کې، په هماغه اعتراضي حالت کې، لیدلی وي. او سل په سلو کې ثابت شي، چې د زنا عمل سر ته رسېدلی. نه دا چې تش همداسې لیدل شوي وي، او تصور یا ګومان وشي، چې ګواکې دا کار به سر ته رسېدلی وي. یعنې یوازې، یو ځای لیدل، بسنه نه کوي. که هغه اعتراضي حالت يې، نه وي لیدلی، له کومې پوهیږي، چې دا عمل سر ته رسېدلی دی. یعنې دا په واقعیت کې، یو ډول مخنیوی دی. لکه د ډېرو کورونو په څېر، چې لوحه يې پرې لګولې وي. او پر لوحې يې لیکلي وي، دا کور په دې سیستم کنټرولېږي؛ دلته کامره لګېدلې ده، که راشئ، نو هرومرو پېژندل کېږئ. عکسونه مو اخېستل کېږي، یا زنګ وهل کېږي. یا دا چې په ځېنو کورونو يې لیکلي وي؛ زموږ سپي په څلورو ثانییو کې، د دروازې مخې ته رسېږي. که له دې تیز راتلی شئ، دننه راشئ. ددې مطلب دا نه دی، چې هرومرو دننه راشئ؛ یعنې دا یو ګواښ دی، یوه خبرتیا ده.موږ دلته په خپل هیواد کې، په دې هڅه کې یو، چې که غل راشي، او هرومرو باید ونیول شي. پرته له دې چې غل پوه شي، خو مخکې له مخکې مخنېوی ډېر مهم دی. ښايي په سلو کې «۹۰» کسان، په دې طریقه له غلا منع شي. او د غلا له سر ته رسېدو، مخنیوی وشي. که غل پوه شي، دلته ځانګړی زنګ او Alarm شتون لري، او د نېول کېدو او ګیر کېدو خطر يې ډېر دی، نو هرومرو، د نېول کېدو له وېرې نه راځي. دا هم په حقیقت کې یو Alarm دی، چې وايي دا کار د خلکو په مخکې مه کوئ، او که و مو کړ دا يې جزا ده. او له بل لورې، د خلکو د پت، او ابرو د ساتلو لپاره، داسې نه، چې ایله جاریان همداسې راشي، او شهادت ورکړي. او هسې پرته له کوم عمله پاک لمنې ښځې، بې پته او تورنې کړي، او د خلکو آبرو تويي کړي؛ وايي که درې کسان هم راشي، او شهادت ورکړي، که څه هم رښتیا يې ویلې وي، او څلورم شاهد ورسره نه وي؛ هر درې واړه دې، په دُره «۸۰» ضربې ووهل شي. او د تل لپاره يې د خبرې اعتبار، په هغې ټولنه کې له منځه ځي. کېدی شې یو څوک رښتیا هم ووايي، خو وايي؛ تر څو چې د شاهدانو شمېر څلور نه وي حق نلرئ، ځکه کېدی شي یو کس اشتباه وکړي، یعنې سل په سلو کې، یقین باید حاصل شوی وي، چې دا کار د خلکو په مخکې وشو. یعنې دا اړیکه د انسانانو تر منځ یوه اړیکه ده؛ د خلکو د حقونو د ساتلو لپاره، د عمومي عفت، پت او ابرو د ساتلو په پار. کورنۍ دا نه خوښوي، بچیان او اولادونه يې، په واټونو او پارکونو کې د خلکو په مخکې، د داسې صحنو شاهدان اوسي. نو پر دې بنا، د خلکو له حقونو دفاع ده، نه د خدای په رابطه، البته دا ګناه ده، په دې کې هيڅ شک او تردید نشته. خو که اړین يې ګڼلی، دا به يې ویلی وای، چې د خلکو پلټنه وکړئ، کورونه ولټوئ، نقلیه وسایل ولټوئ، چې داسې کومه ناسمه اړیکه خو څوک نلري! لکه په ځېنو ملکونو کې، چې همدا اوس دا کار سر ته رسوي، د خلکو نکاح خطونه او تذکرې چک کوي، له هر هلک او نجلۍ پوښتنه کوي، چې تاسو یو تر بله څه اړیکه لرئ. او په اصطلاح له نامحرم سره خو به څوک سفر نه کوي، مبادا چې داسې کوم عمل ترې ونشي. لومړۍ د قضيي اصل او بنیاد په تور او تهمت ږدي، چې مګر وروسـته د هـغې پر خـلاف ثابـت شي. وايي؛ اصلاً حـق نلـرئ، دا ډول کار وکړئ، دا هم ددې لپاره چې ستونزمن يې کړي، وايي اصلاً کابو کول يې ناشونی دی، چې عملي شي. خو له کومې چې، اسلام هیڅکله د بېرته ستنېدو لار نه تړي. بلکې په هر فرصت کې، روږدي او ککړ خلک، پاکسازۍ او سپېڅلتیا ته رابولي. او د تېرو اشتباه ګانو، جبران ته يې هڅوي. په ورپسې آیت کې وايي؛ «مګر هاغه کسان چې، وروسته له دې عمله توبه وکړي، او اصلاح او جبران ته پاملرنه وکړي. چې خدای تعالی هغوی، په خپلې عفوې او بښنې کې شامل کړي، خدای تعالی غفور او رحیم دی». 
| إِلَّا | الَّذِينَ تَابُوا | مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ | وَأَصْلَحُوا | فَإِنَّ | اللَّهَ | غَفُورٌ | رَحِيمٌ |
| مګر | هغوی چې توبه وکړي | وروسته له دې | او ځانونه اصلاح کړي | نو بېشکه | الله | بښونکی | لورین دی |
«إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا» مګر هاغه کسان چې، له دې کاره وروسته توبه وکړي، او اصلاح وکړي. وايي که یو تهمت او تور يې پر یوې ښځې لګولی وي، او بیا بښنه وغواړي، او ووايي؛ چې ما اشتباه کړې وه، او خپله اشتباه جبران کړي. د «تَابُوا» جملې له ذکر وروسته د «وَأَصْلَحُوا» جمله، دې حقیقت ته اشاره کوي؛ چې باید دا ډول وګړي، له خپلې ګناه توبه وکړي. او کوم فساد يې چې کړی دی، د هغه د اصلاح په مقام کې راووځي. «فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ» خدای تعالی غفور او رحیم دی. دا قاعدتاً په دې آیت پسې راغلی، او باید په دې آیت کې شامل شي، چې که بې جهته يې پر چا تهمت لګولی وي، چې جبران شي. نو په دې آية کې هاغو کسانو ته اشاره ده، چې په پاک لمنو ښځو او مؤمنانو تور لګوي، خو ددې تهمت د اثبات لپاره څلور شاهدان نه راولي. نو دوی ته سربېره پر دې، چې هغوی اتیا ضربې دُرې ووهي، له هغوی د تل لپاره شهادت نه منل کېږي. او په آخرت کې، هم د جزاء مستحق دي. ځکه چې دوی فاسقان دي، خو هغه کسان چې له دې وروسته، د خدای تعالی په دُرشل کې توبه وکړي. ځکه چې دوی له تهمت لګولو سره له خدای تعالی نافرماني کړې ده، او هم له هاغه چا چې، پر هغه يې تور لګولی دی، عفو وغواړي. خپل حالت اصلاح کړي، ځکه چې د هغه حق يې ضایع کړی دی. بې له شکه خدای تعالی بښونکی لورين دی. سره له دې چې د شهادت نه منل، چې دنیوي سزا وه باقي پاته کېږي، ځکه چې هغه د شرعي حد برخه ده. او د جرم له ثبوت وروسته، شرعي حدّ په توبه نه ساقط کېږي.خو که په عام محضر کې، پر دې اقرار وکړي، چې متهم بېګناه دی، او دده تهمت په دروغو بنا وو. «توبه» یوازې استغفار او له تېره پښېماني، او حتا په راتلونکي کې، د هغه د ترک کولو هوډ نه دی، بلکې پر دوی ټولو سربېره ګنهګار وګړی، باید د جبران په مقام کې څرګند شي. که واقعاً د پاک لمنې ښځې یا نارینه حیثیت يې، رټن او داغدار کړی دی، د خپلې توبې د قبلېدو لپاره، باید خپلې خبرې، د هاغو کسانو پر وړاندې، چې دا خبرې يې د هغوی په اړه کړي دي، دروغ څرګندې کړي. او په اصطلاح د حیثیت اعاده وکړي. خو دا سمه نه ده چې یو نفر، څوک په عام محضـر کې [یا د مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو له لارې] په دروغجنه توګه، متهم او تورن کړي. او بیا په خپل کور کې، په خلوت کې استغفار وکړی، او د خدای تعالی له درشله، د عفوې او بښنې توبه وکړي. داسې یوه توبه به کله هم، د خدای تعالی په درشل کې و نه منل شي. 
| وَالَّذِينَ | يَرْمُونَ | أَزْوَاجَهُمْ | وَلَمْ يَكُنْ | لَهُمْ | شُهَدَاءُ | إِلَّا | أَنْفُسُهُمْ |
| او هغوی چې | تورنوي | خپل همسران | او نه وي | هغوی سره | شاهدان | مګر | خپل ځانونه يې |
| فَشَهَادَةُ | أَحَدِهِمْ | أَرْبَعُ | شَهَادَاتٍ | بِاللَّهِ | إِنَّهُ | لَمِنَ الصَّادِقِينَ |
| نو شهادت | د یو له دوی | څلور | شهادتونه | سوګند پر الله | چې دا | هرومرو له رښتیا ویونکو دی |
| وَالْخَامِسَةُ | أَنَّ | لَعْنَتَ اللَّهِ | عَلَيْهِ | إِنْ كَانَ | مِنَ | الْكَاذِبِينَ |
| او پنځم ځل | دا چې | د الله لعنت دې | پر ده وي | که وي هغه | له | دروغ ویونکو |
که داسې یو حالت پېښ شي، مثلاً یو سړی خپل کور ته راشي، او وویني، چې کوم پردی سړی يې په بستره کې پروت دی. نو څه به کوي؟ د څلورو شاهدانو شتون هم شونی نه دی. دلته خو یوازې ځانته پخپله دی، او مصلحت هم نه دی، چې چیغې کړي، او دا موضوع ګاونډیانو او کلیوالو ته څرګنده کړي؛ «وَالَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ..» هغوی چې پر خپلو ښځو تور لګوي «.. وَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ شُهَدَاءُ إِلَّا أَنْفُسُهُمْ..» او له خپله ځانه پرته بل شاهد نلري. له دې څخه موخه داده، چې مثلاً که کوم سړي ولیدل، ښځه يې زنا کوي. او د شریعت حاکم یا قاضي ته ولاړ شي، او شکایت يې وکړ. داسې خلکو ته په دې آیة کې لارښوونه شوې ده. او دې عمل ته په شرع کې «لعان» وايي، او د خپل تصدیق لپاره پر الله شاهدي ورکړي: «…فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ.» باید څلورځلې پر خدای شهادت ورکړي، چې رښتیا وايي، یعنې خدای تعالی څلور ځلې پر ځان شاهد ونیسـي، چې لګیا دی رښتیا وايي. او پنځم ځل ووايي: «وَالْخَامِسَةُ أَنَّ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَيْهِ إِنْ كَانَ مِنَ الْكَاذِبِينَ.» او پنځم دا چې؛ [ووايي] د خدای لعنت دې، پر ما وي، که زه دروغ وایم. چون شاهد نلري، پر دې ترتیب جوتوي، چې هاغه څه يې چې لیدلي، او دلته يې نقل کوي رښتیا دي. یعنې؛ هر هغه مېړه چې پر خپلې ښځې د زنا تور ولګوي، اصولاً لومړی به له ده څخه څلور شاهدان وغوښتل شي، که شاهدان حاضر کړي، نو اصولاً به پر ښځې حد جاري کړی شي. که يې شاهدان حاضر نشو کړلی، نو ده ته به وویل شي، چې څلور ځلې د خدای تعالی په شاهد نیولو سره قسم وخوري. چې ووايي؛ نوموړی په خپله دعوه کې رښتینی دی. [په دغه تهمت چې مې پر خپلې ښځې لګولی دی، دروغ نه وایم]. ګواکې د څلورو شاهدانو پر ځای، دده څلور ځلې حلفیه شهادتونه دي. او په پای کې، په پنځم ځل به داسې وايي؛ چې «که دی پخپله دغه دعوه کې دروغجن وي نو پر ده دې د الله لعنت وي». که له دغو پورتنیو لفظونو، له ویلو څخه انکار وکړي؛ نو د حاکم له لور به بندي کړل شي، او دې ته به اړ کړل شي، چې یا پخپلو دروغو اقرار وکړي او د قذف په حد به [چې اتیا دُرې دی] محکوم کړل شي. او که پر خپلو درواغو اقرار نه کوي او خپل ځان رښتینی ګڼي، هرومرو باید پورتني لفظونه تکرار کړي، چې پورته يې ذکر شوی دی. خو که د مېړه له لور پر ښځې دا تپل شوی تور، د ښځې له خوا رد کړل شي. او ووايي دا سړی دروغجن دی، او پر ما يې دروغ تپلي دي. یعنې ښځه دا تور او ګناه و نه مني. نو که هغه ښځه هم ددې په څېر ورته کار وکړي، او څلور ځلې قسم وخوري، ګناه ترې لېرې کېږي، او جزا نه ورکول کېږي:
| وَيَدْرَأُ | عَنْهَا | الْعَذَابَ | أَنْ تَشْهَدَ | أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ | بِاللَّهِ |
| او دفع کوي | له هغې نه | مجازات | چې شاهدي ووايي | څلور شهادتونه | په الله سوګند |
| إِنَّهُ | لَمِنَ | الْكَاذِبِينَ |
| چې په تحقیق دا (همسر يې) | هرو مرو | له درواغ ویونکو دی |
| وَالْخَامِسَةَ | أَنَّ | غَضَبَ اللَّهِ | عَلَيْهَا | إِنْ | كَانَ | مِنَ | الصَّادِقِينَ |
| او پنځمه (ګواهي) | دا چې | د الله غضب دې | پر ده وي | که | وي هغه (همسر يې) | له | رښتیا ویونکو |
«وَيَدْرَأُ عَنْهَا الْعَذَابَ أَنْ تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ» هغه ښځه هم څلور ځلې پر خدای شهادت ورکړي، چې دا سړی لګېا دی، دروغ وايي؛ «وَالْخَامِسَةَ أَنَّ غَضَبَ اللَّهِ عَلَيْهَا إِنْ كَانَ مِنَ الصَّادِقِينَ» پنځم يې دادی، چې د خدای غضب دې پر ما وي، که دا سړی له صادقانو وو. یعنې که میړه هغه پورتني لفظونه ووايي، او ښځه ورسره موافقه نه وي. نو بیا دې ښځې ته وویل شي، چې هغه دې هم له څلور ځلو قَسمونو یادولو سره داسې بیان وکړي؛ «چې میړه مې په دغه تور لګولو کې دروغجن دی». او پنځم ځل دې ښځه ووايي؛ چې «د الله غضب دې پر ما نازل شي، که مېړه مې په دغه دعوا کې رښتینی وي.» تر هاغې چې ښځه دا پورتني الفاظ و نه وايي، په بند کې دې وساتله شي. چې یا په روښانه الفاظو په صفا توګه، د مېړه د دعوا تصدیق وکړي، چې د زنا حد پرې جاري شي. یا په پورته ذکر شوو لفظونو، د خپل مېړه د دعوا تکذیب وکړي. که ښځه هم د مېړه په څېر دا الفاظ ووايي، د حد له تطبیق څخه ژغورله کېږي. کله چې دا ښځه او مېړه له لعان څخه فارغ شي، نو دوی نور یو ځای ژوند نه شي کولی. او ددوی تر منځ کوروالی، یو پر بل حرامېږي. نو دوی باید یو بل طلاق کړي. او که داسې ونکړي، قاضي مکلف دی، دوی یو له بله بېل کړي. که څه هم دوی پر دې بېلښت، راضي نه وي. د فقهي لیده وايي؛ دا دواړه طلاق موندي شول، یعنې یو پر بل طلاق شول؛ دا ځکه چې یو پر بل چې داسې تورونه ولګوي، او قسمونه وخوري. بالاخره یو طرف خو يې دروغ وايي. خو په هر حال کې، که کوم دروغ يې هم ویلي وي، او قسم وخوري، په دنیا کې په دې کې کوم کیفر او جزاء نلري. باید پامـلرنـه ولـرو؛ چې د لعان حکـم یوازې د میړه او ښځـې لپاره د تطبیق وړ دی. د نورو نارینو او ښځینو لپاره، د تطبیق وړ نه دی. که څوک مؤمن وي، دا کار ورته ډېر سخت او ستونزمن برېښي. چې څلور ځلې پر خدای شاهدي ورکړي، او د خدای لعنت هم د ځای لپاره وغواړي. او هغه بل طرف هم همدا کـار وکړي. چې دا څیز هم په حقیقت کې محال او ناشونتیا ته نژدې دی.

| وَلَوْلَا | فَضْلُ اللَّهِ | عَلَيْكُمْ | وَرَحْمَتُهُ | وَأَنَّ | اللَّهَ | تَوَّابٌ | حَكِيمٌ |
| او که نه وای | فضل د الله | پر تاسو | او لورینه د هغه | او بېشکه | الله | توبه منونکی | حکیم دی |
وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ حَكِيمٌ. دا مطلب په څوارلسم آیة کې، بېا ځلې تکرار شوی دی. خو تر دې، نسبتاً په مفصله بڼه راغلی. او هلته دا هم ورسره زیات شوي، چې که د الله فضل او رحمة نه وای، نو په دنیا او آخرت کې به، په ستر عذاب اخته شوي واست. دلته دا آیة، د مخکېني مطلب، په اړه راغلی دی. او دا موضوع توضیح کوي، چې: دا حکم، د الله تعالی د فضل او رحمت پر بنسټ دی. او دا له دې لامله دی، چې هغه د خپلو بندګانو، توبه قبلوونکی دی. د الله تعالی په هرې پرېکړې او حکم کې، حکمتونه نغښتي دي. او دا د هغه فضل دی، چې په حکم کې يې دومره نرمښت څرګند دی. په دې آیة کې، د «لو لا» ځواب حذف شوی دی. لکه څنګه چې د آیة له ترجمې څخه څرګندېږي، چې که د الله فضل او احسان پر تاسو نه وای، نو هرومرو به يې تاسو شرمولي وئ. یا ژر به يې، تاسو عذاب کړي واست؛ یعنې که دغه د «لعان» حکم، مشـروع نه وای، نو د «قذف» د عمومي قاعدې سره سم، به پر مېړه د «قذف» حد تطبیق کېده. او یا به يې ټول عمر له اندېښنې، لړمون خوړين وای. ځکه کېدی شي، دا رښتینی وي. خو د شاهدانو د نه شتون له کبله، د خپلې دعوا رښتینوالی، نه شي جوتولی.خو د «لعان» د حکم پر بنسټ، د ښځې او مېړه لپاره، د شاهدانو د نه شتون ستونزه، آسانه او شوني شوه. له بل لورې، که یوازې د مېړه په قسم خوړلو د زنا ثبوت کېدی، نو د ښځې لپاره به ډېره سخته ستونزه او کړاو پېښېده. په داسې حال کې، چې هغه رښتینی هم وي. همدا راز که ښځه د هغې په قسم خوړلو سره، یقیناً بري و ګڼله شي. نو پر مېړه به، د «قذف» حد اړين کېده. سره له دې چې دده په صداقت کې هم، مساوي احتمال شتون لري. نو په دغه حالت کې، د «لعان» په مشـروعیت کې، د دواړو رعایت وشو. او همدغه د الله د فضل او رحمة اغېز دی. ځکه چې په فریقینو کې، چې هر یو رښتینی وي، هغه د بې ځایه سزا څخه نجات وموند. او په دې دنیا کې، د دواړو لورو پرده پوښي وشوه. او مهلت يې ورته ورکړی دی، چې ښايي توبه وباسي. چې ددوی د توبې قبلول، د الله د توابیت د صفت نښه ده. که د خدای تعالی فضل او رحمت پر تاسو نه وای، او دا ډول قوانین يې وضع کړی نه وای، ډېر په آسانۍ به هر څوک، په همدې کارونو پسې وای. او خدای تعالی تواب او حکیم دی. تواب یعنې توبه قبلوونکی دی، که کومه اشتباه مو وکړه، او توبه وکړئ، خدای تعالی يې قبلوي. ځکه د خدای تعالی هر کار، د حکمت پر اساس دی.انسانان نیمګړتیا لري، او دا خطاګانې ترې کېږي. او دا شواهد لکه څنګه چې مو وکتل، لومړی يې له سختې تنبیه سره پیل کړی دی. خو کله چې ورپسې سړی لولي، ددې کار په حکمت پوهېږي. او هم ناشوني ده چې، څلور شاهدان وموندل شي. ناشوني خو نه البته، ناشونتیا ته نژدې ده! دا په واقعیت کې یو ډول دفاع ده، له دې څخه، چې دا خلک رانشـي، او دا ناوړه فعل علني نکړي. خو تاسو ښه پوهېږئ، چې دا ښاغلي په دې فکر کې نه دي، چې شاهد ومومي. البته کوم کسان، چې ددې مسئلو په اړه څارنې کوي، ښايي د نور سورة نه لولي. او که لولي يې هم، پروا يې نه کوي. او په دې تورونو، ډېر په آسانۍ د خلکو سنګسار کوي، او خلک وژني. حال دا چې ومو لیدل؛ چې که دې پړاوونو ته هم ورسېږي، یوه جسماني تنبیه ده. چې زیات نه زیات آثار يې، تر دوو درې ورځو پورې پاتې کېږي.
| إِنَّ الَّذِينَ جَاءُوا بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِنْكُمْ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَكُمْ، بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَكُمْ لِكُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ مَا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ وَالَّذِي تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴿۱۱﴾ لَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنْفُسِهِمْ خَيْرًا وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُبِينٌ﴿۱۲﴾ لَوْلَا جَاءُوا عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا بِالشُّهَدَاءِ فَأُولَئِكَ عِنْدَ اللَّهِ هُمُ الْكَاذِبُونَ﴿۱۳﴾وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ لَمَسَّكُمْ فِي مَا أَفَضْتُمْ فِيهِ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴿۱۴﴾إِذْ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُمْ مَا لَيْسَ لَكُمْ بِهِ عِلْمٌ وَتَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا وَهُوَ عِنْدَ اللَّهِ عَظِيمٌ ﴿۱۵﴾ وَلَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُمْ مَا يَكُونُ لَنَا أَنْ نَتَكَلَّمَ بِهَذَا سُبْحَانَكَ هَذَا بُهْتَانٌ عَظِيمٌ﴿۱۶﴾ يَعِظُكُمُ اللَّهُ أَنْ تَعُودُوا لِمِثْلِهِ أَبَدًا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ﴿۱۷﴾وَيُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۸﴾ إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ﴿۱۹﴾ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ﴿۲۰﴾ | جَاءُوا بِـ … = … مطرح يې کړ ـ الْإِفْكِ = ستر تهمت، ستر تور، ستر دروغ ـ عُصْبَةٌ = سازمان موندې ډله ـ مِنْكُمْ = له تاسو ول ـ لَا تَحْسَبُوهُ = مه انګېرئ هغه، مه ګڼئ هغه ـ امْرِئٍ = یو کس، یو سړی ـ الْإِثْمِ = ګناه، داغ، اثر، تنګ نظري ـ تَوَلَّى= پر غاړه درلود، مسئول وو ـ كِبْرَهُ = ستره برخه د هغه، مهمه برخه د هغه ـ لَوْلَا = ولې مو ونکړ ـ إِذْ سَمِعْتُمُوهُ = کله چې واورېد هغه ـ ظَنَّ = ګومان ـ بِأَنْفُسِهِمْ خَيْرًا = خپلو ځانونو ته نېک ـ لَوْلَا… قَالُوا = ولې يې و نه ویل ـ إِفْكٌ = یو تهمت، یو دروغ، یو تور ـ مُبِينٌ = ښکاره، څرګند ـ لَوْلَا جَاءُوا… بِـ = ولې يې … را نه وستل؟ ـ أَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ = څلور شاهدان ـ فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا… = نو چې … يې را نه وستل ـ الْكَاذِبُونَ = دروغجنان ـ فَضْلُ = بخښښ، نېکي، احسان، لورېنه ـ لَمَسَّكُمْ = هرومرو تاسو ته رسېده ـ فِي مَا أَفَضْتُمْ فِيهِ = په هغه [آوازه] کې چې مو هلې ځلې کولې، په هغې کې ډوب تللي واست، هغه ته مو پاملرنه وکړه ـ أَفَضْتُمْ= ورننوتئ، ډوب شوئ ـ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ = هغه مو ژبه په ژبه اخېستی او نقل کړی دی ـ تَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُمْ = پر خپلو خولو مو نقل کوه ـ تَلَقَّوْنَ = یو له بله مو اخېسته ـ تَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا = هغه مو آسان او ساده ګڼلی وو ـ هَيِّنًا = سهل، آسان، ناڅيز، کوچنی ـ لَوْلَا… قُلْتُمْ = ولې مو و نه ویل؟ ـ مَا يَكُونُ لَنَا = موږ ته نه ښايي ـ أَنْ نَتَكَلَّمَ = چې خبرې وکړو ـ بِهَذَا = په دې اړه ـ سُبْحَانَكَ = ته سپېڅلی يي ـ بُهْتَانٌ = تهمت، تور، هغه دروغ چې اورېدونکی يې له بدوالي هېښ پېښ شي ـ يَعِظُكُمُ = تاسو ته پند درکوي ـ أَنْ تَعُودُوا = چې و نګرځئ تاسو ـ يُبَيِّنُ = ښکاره کوي ـ يُحِبُّونَ = خوښوي ـ أَنْ تَشِيعَ = چې شایع شي، چې خپور شي ـ الْفَاحِشَةُ = ډېر زشت کار، ډېر ناوړه کار ـ رَءُوفٌ = زړه سواند. |
تر دې ځایه آیتونه د عمومي قوانینو په اړه ول. اوس په ورپسې آیة کې یوې پېښې ته اشاره کوي چې په پنځم لېږدیز کال کې په اسلامي ټولنه کې رامنځته شوې ده د هغه په اړه خبره کوي، داستان يې ډېر څرګند نه دی، هغه څه چې مفسـرینو ویلي، وايي: په یو له دې جنګونو کې [چې غالباً د بني مصطلق غزوه وه] کله چې لښکر يې له ښاره بیرون ایسته نو هغه مهال هلته خو له څو اوښانو او آسونو پرته نقلیه وسایل نه ول، ټول به پیاده تلل. نو ګهیځ مهال درې، څلور یا پنځه بجې وختي به يې حرکت کاوه. چون لښکر به معمولاً ګهیځ د وخته حرکت پیل کوه، معمولاً پیغمبر به د څار لپاره یو څوک لېږه چې وویني که څوک شا ته پاتې شوی وي یا په خوب ویده پاتې شوی وي ورته نارې کړې چې له لښکره پاتې نشـي، ظاهراً په یو له دغو موردونو کې کوم کس يې چې لېږلی وو [چې غالباً صفوان بن مُعَطّل وو]، هغه ولیدل چې د پیغمبر یوه مېرمن عایشه شا ته پاتې شوې وه [د حضرت رسول اکرم(ص) له اصولو سره سم کله به چې کومې غزا ته، ته او لښکر به یې له ښاره بېرون ایسته له امهات المؤمنین څخه یوه به يې د قرعې پر اساس له ځان سره بووله].د روایتونو له مخې چې وايي د یوې ډبرې شا ته ویده پاتې شوې وه ښکاره خبره ده چې د څار لپاره به يې یو ځوان لېږه، نو دوی دواړه چې د قافلې د شا له وروسته راتلل، په دې ترڅ کې هغوی چې د پیغمبر مخالفین ول، ددوی له وروسته راتګ څخه يې سوژه جوړه کړه او د پروپاګند او تبلیغاتو لپاره يې موضوع پیدا کړه ددې لپاره چې پیغمبر ته يې د کورنۍ له لارې ضربه ورکړي وي، البته دا په قرآن کې نشته، مفسـرین يې له تاریخه نقلوي، په ځانګړي توګه قرآن دا نه بیانوي چې څه څیز وو او څوک وو دا اصلاً اهمیت نلري، اهمیت يې پخپله په مسئله کې دی نه په شخص یا وګړي کې. خو موږ عادت لرو او لیوالتیا لرو چې پوه شو چې څوک وو او چرته وو. نو دا د یوې پېښې داستان دی چې په ټولنه کې پېښ شوی دی او په قرآن کې په لاندې توګه تجزیه او تحلیل کېږي:
إِنَّ الَّذِينَ جَاءُوا بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِنْكُمْ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَكُمْ، بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَكُمْ لِكُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ مَا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ وَالَّذِي تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴿۱۱﴾کوم کسان چې د هاغه تور او بهتان [= د پیغمبر په مېرمن د زنا د تهمت] مرتکب شول، [د کافرانو له ډلې څخه نه، بلکه] يوه متشکله ډله خپله له تاسو څخه ده،(۷) دغه [پېښه] د خپل ځان لپاره شرّ مه ګڼئ [چې د رسول الله کورنۍ ته سپکاوی شوی دی] بلکه [د منافقانو د ماهیت د افشاء کیدلو او څرګندېدلو له امله] تاسو لپاره خیر دی. او د هغوی هر یو لپاره [چې د دي افواه په خپرولو کې يي یو ه برخه درلوده] د هغوی له کړنو سره متناسب عقوبت او پایله ده، او هم د هغه چا لپاره، چې په دې پېښه کې يی اصلې نقش درلود، عظيم [او ستر] عذاب دی.
| إِنَّ الَّذِينَ | جَاءُوا بِالْإِفْكِ | عُصْبَةٌ | مِنْكُمْ | لَا تَحْسَبُوهُ | شَرًّا | لَكُمْ |
| بېشکه هغوی چې | د دروغو ستر تور راوړ | یوه ډله | له تاسو | مه انګېرئ هغه | بدي | ستاسو لپاره |
| بَلْ هُوَ | خَيْرٌ لَكُمْ | لِكُلِّ امْرِئٍ | مِنْهُمْ | مَا اكْتَسَبَ |
| بلکې هغه | غوره دی تاسو ته | لپاره د هر یو وګړي | له هغوی څخه | هر هغه څه چې کړي يې دي |
| مِنَ الْإِثْمِ | وَالَّذِي | تَوَلَّى | كِبْرَهُ | مِنْهُمْ | لَهُ | عَذَابٌ | عَظِيمٌ |
| له ګناه څخه | او هغه چا چې | رهبري کړ | ډېره برخه د هغې | له هغوی | هغه لپاره | عذاب دی | ستر |
۷ – «عُصبه» د «عَصَبْ» له رېښې، یو متشکل ټولي ته ویل کيږي. چې لکه د «اعصابو د لړۍ» په څېر، یا سازمان موندې شبکه، چې یو تر بله په یو والي او پیوستون کې، ځواکمن شوې وي. تعصب هم، چې يو سیاسي یا مذهبي سازمان ته، يو ډول سخت ړوند او کورکورانه تړاو دی، له همدغې ريښې څخه دی. د يوسف ورونه هم چې لس یو لاس ځوانان ول ، خپل ځانونه يي عُصبه ګڼل: «إِذْ قَالُوا لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ» [یوسف۸(۱۲:۸)] او «قَالُوا لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَخَاسِرُونَ» [یوسف۱۴(۱۲:۱۴)]. «إِنَّ الَّـذِينَ جَاءُوا بِـالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِنْكُمْ». هغوی چې د «اِفک» مرتکب شوي دي، «اِفک» یعنې یوه دروغ او یوه سرچپه خبره، هر هغه څیز چې اپوټه یا اولټه وي، ستر تهمت، ښکرور دروغ، منګړت، او له ځانه توږلې دروغ ـ چـې اصلاً مقابل لـوری يې لـه هـغه هيڅ خبر نه دی. یو هوای تور يې، ورپورې تـړلـی دی. هـغوی چـې، په یـوې پتمنې، عـفتناکـې، نجـیبې مېرمن پسې تور لګولی، یو تهمت يې کړی. یعنې هغوی چې «افک» جوړ کړی دی، او پنځولی دی؛ «عُصْبَةٌ مِنْكُمْ» پوه شئ، چې دا بڼه موندې، متشکله ډله، او یو شمېر له یو بل سره تړلي افراد، ستاسو له خپله منځه دي. دا ستاسو د خپلو خلکو له لور، یو لړ تشکیلات دي، «عُصبه» لکه د اعصابو په څېر؛ د اعصابو لړۍ، چې په حقیقت کې یوه شبکه ده، یو جال دی. یوه ونه ده، چې په حقیت کې ریښې لري، یوه تنه لري، ښاخونه او څانګې لري، په حقیت کې یوه منظمه شبکه ده. موږ په خپل بدن کې، ظاهراً اوه ډوله شبکې لرو؛ تور رګونه، سره رګونه، لمفاوي سیستم، د اعصابو سیستم، او نور… دوی په خپلو کې، له یو بل سره وصل دي. عُصبه یوې ډلې ته ویل کېږي، چې ځواکمن دي. او پخپلو کې، له یو بل سره وصل شوي دي. تعصب هم همدا دی؛ چې تاسو ددې پر ځای چې، حق درته مطرح وي، یو ډول نښتون ارتباط او تړاو، له یوه ګوند، یوې ډلې، یا یو مذهب سره ولرئ. او ستاسو شخصیت، په یوې منظمې ډلې یا ګوند کې، تعریف شي، دې ته تعصب وايي. نو «عُصبه» د «عَصَبْ» له رېښې، یو متشکل ټولي ته ویل کيږي، چې لکه د «اعصابو د لړۍ» په څېر، یا سازمان موندې شبکه، چې یو تر بله په یو والي او پیوستون کې، ځواکمن شوې وي. تعصب هم، چې يو سیاسي یا مذهبي سازمان ته، يو ډول سخت ړوند او کورکورانه تړاو دی، له همدغې ريښې څخه دی.د حضـرت یوسف په داستان کې هم، یوسف (ع) چې لس ورونه يې درلودل. هغه ورونه، چې د حضرت یوسف له خپلې مور څخه نه ول. هغوی ویل «نَحْنُ عُصْبَةٌ» موږ یو عصبه یو. زموږ د پلار پاملرنه، ولې یوسف ته ده، او موږ ته پاملرنه نه کوي. «إِذْ قَالُوا لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ» [یوسف۸(۱۲:۸)] چې کله [د یوسف وروڼو یو بل ته] وويل : زموږ پلار ته يوسف او [سکه] ورور يې [= بنيامين؛ چې له یوې موره وول] تر موږ ډېر ګران دي، او [سره له دې، چې] موږ غښتلې ډله[= یو لاس، ځواکمن او د کورنۍ چارسمبالي] يو! رښتيا خبره دا ده، چې پلار مو په ښکاره تېروتنه کې دى. او همدا راز «قَالُوا لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَخَاسِرُونَ» [یوسف۱۴(۱۲:۱۴)]. ویې ویل : زموږ [د دومره] پياوړې ډلې په شتون كې که لېوه یې رانه وخوري؛ نو په دې صورت کې به موږ ډېر زيان كاري [= بې پته او بایلونکي] يو [او دا كار كله هم شونى نه دى]. نو «عُصبه» یعنې هغه ډله چې متشکله ده، ځواکمنه ده، او یو تر بله یو لاس او متحد دي. وايي: دا یوه ناڅاپي، تصادفي او فردي مسئله نه ده، شا ته يې یو لړ تشکیلات دي. قرآن په دې وسیله، مؤمنین او مسلمین راوېښوي. چې پاملرنه ولرئ، ستاسو په خپل منځ کې، هغوی چې په اسلام تظاهر کوي، داسې وګړي، او ډلګۍ شتون لري. چې د داسې خطرناکو مقصدونو او موخو، پسې دي. یعنې وايي؛ دا د منافقینو ډله، چې ظاهراً مسلمانان شوي دي، هغوی چې مخکې له دې، بُت پرستان او بُت پالي ول. او اوس ددې لپاره مسلمانان شوي دي، چې د اسلامي ټولنې، له ګټو برخمن شوي وي. «عُصْبَةٌ مِنْكُمْ» ددې اشاره؛ د منافقینو همداسې، یوې منظمې ډلې ته ده. چې د لستوڼي د مار په څېر، د مسلمانانو په ټولنه کې ننوتي دي. او په ظاهـري بڼو او طور طریقو کې يې، لـه مسلمانانو څخـه تـوپیر نه کېده، کـه دوی ته به کله په ټولنه کې، د زهر خپرولو موقع لاس ته ورتـله، هغه به يې له لاسه نه ورکوله. او ډېری ساده مسلمانان به، په ناخبرۍ کې، د دوی تر اغېز لاندې راتلل. – نو قرآن د «عُصْبَةٌ مِنْكُمْ» په ویلو سره، د هغوی لور ته ګوتنېونه کړې ده. او له دې نغوتې څخه د قرآن موخه، د مسلمانانو ويښیارول، او هوښیارول دي. وايي: یوه متشکله او ځواکمنه ډله، له تاسو څخه ده. یو ټولی دی، ستاسو مسلمانانو له خپلو منځونو څخه، چې په دروغو یا رښتیا د اسلام مدعیان دي. یعنې تور لګوونکي، ستاسو له خپله منځه یوه ډله ده. چې خپلو ځانونو ته، مسلمانان هم وايي. دوی څو تنه سره یو ځای شوي دي، او داسې ناوړه او ناروا تور يې، تړلی دی. او یو څو نور وګړي هم، له ساده ګۍ او ناپوهۍ سره، پرته له دې چې، سنجش وکړي، د دغو چغلګرو، په ناوړه او چټي خبرو او چغلۍ غولېدلي دي. او دا د الله ستر احسان دی، چې ګرد مسلمانان، په دغه لومه کې، نه دي نښتي!. قرآن غواړي ووايي د دغې «افک» د قصې جوړول د هاغو کسانو له خوا چې هغه يې جوړه کړه، د غفلت او ناپامۍ له مخې نه وه د یوې ځانګړې موخې او هدف لپاره وه، د هغوی موخه او هدف هم د پيغمبر(ص) له اعتباره غورځول او بې ابرو کول وو چې خپلې موخې ته ونرسېدل. ستاسو له خپله منځه یو شمېر وګړي دي، یو ټولګی دی چې یو تر بله تړاو او تباني لري، او دا تعبیر پخپله یوه نغوته پر دې ده، چې په دې کې تهمت کارول شوی دی، او دا ددې لپاره وو چې پر دې بنا دا دروغ وتوږي، او هغه خپاره کړي. چې دوی پخپل زړه د رسول الله(ص) قداست او نزاهت رټن کړي، او هغه د خلکو په منځ کې رسوا کړي. نو ځکه قرآن وايي: پوه شئ! هغوی ستاسو له خپله منځه، یو تر بله تړلې یوه ډله وه؛ نو معلومېږي، چې ذکر شوې جمله یوه فایده افاده کوي. او ورپسې وايي: دا یو شر وو، چې پایله يې خیر وو. او په واقعیت کې دا شر نه وو: «لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَكُمْ بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَكُمْ» ګومان مه کوئ، تاسو مه انګېرئ، چې دا ستاسو لپاره شر شو. فکر مه کوئ، چې ستاسو لپاره ډېره بده شوه. یا کوم شر رامنځته شو، چې واياست زموږ پیغمبر ته يې توهین وکړ. زموږ د پیغمبر ناموس يې تر پوښتنې لاندې راوړ، [که رښتیا د پیغمبر ښځې ته دا پېښه شوي وي، لکه څنګه چې ډېرو ویلي دي.] څه پېښه شوې، ابرو تویه شوه.؟ خو قرآن وايي؛ فکر مکوئ، چې کوم بد کار شوی. ګومان مه کوئ، چې دا د مسلمانانو لپاره یوه بده پېښه او ماتې وه؛ نه خیر، دا داستان د هغه له ټول تريخوالي سره، د اسلامي ټولنې په ګټه او خیر وو.

وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید