د خوست ولایت په تیره بیا د صبریو ولسوالی د هر کلی ځوانان باید دسوری پاڼ د سرکلي ځوانانو څخه کړنې،هڅې،خدمتونۀ او پرمختګونۀ زده کړي.د هرکلي ځوانان باید د خپل کلي کونډو،یتیمانو او بیوزلو سره مرسته او همکاري وکړي،هر ځوان باید دا فکر وکړي،چې زما د کلي ځوان ولې سوال ته مجبور شي؟ولې د بل کلي جومات ولاړ شي او سوال وکړي؟باید دغه د کلي ځوانان یې تر خپله توانه ستونزی ور حل کړی داسی چی په کلي کې په نسبی توګه د شتمنو ،سوداګرو او په بهرکی میشتو کلیوالو څخه او بسپنه را ټوله کړاي شی ترڅود کلي بیوزلی ،یتمان او کونډی د اختر په دی خوشحاله شیبو کی د فقر او ناتوانۍ احساس ونکړی . نو ځکه خو خوست ولایت دصبریو د سوری پاڼ د سرکلي ځوانانو لخوا د اختر لپارۀ ۵۵ بیوزلو کورنیو،یتیمانو او کونډو تۀ د اختر لپاره څو ډولۀ مټیایي ګانی ،کیکونه او خوراکی توکی رانیول شوی او په نښه شویو بیوزله کورنیو ته و سپارل شو بیشتر بخوانید »