دافغانستان په سیاسی تاریخ کی ښاغلی ګلبدین حکمتیار یو له هغو رویائی رجالو او شخصیتونو ګڼل کیږی چی دخوبونو او رویا ګانو ترڅنګ د اوښ په څیر کینه هم ورسره ملګری ده . اروا پوهان وايی کله چی دیوچا استکباری مزاج د کرکی پر زهرو ولړل شی نو بیا دهغه په وجود کی ځینی کرکجن خاطرات دتل لپاره دیوه داسی ناسور داغ په توګه پاته کیږی چی د ژوند په هره دوره او مرحله کی په دروغجنه بڼه را څرګندیدای شی . ټولو ته جوته ده چی ښاغلې ګلبدین حکمتیار له سولی او په ټولنه کی د جمعی مشرتابه سره کلکه دښمنی لری او ددی لپاره یی هم له پنجشیر او د شمال له ځینو ځانګړیو سیمو له اوسیدونکو سره دښمنی یوه داسی افسانه جوړه شوی ده چی کیدای شی که یو څوګ د افغانستان دتیر خونړی تاریخ سره آشنا نه وی دهغوی پر مزاج به ښاغلی حکمتیار د یوی مظلومی څیری په توګه وښودل شی . بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














