نن مې هغه استاذ، هغه ناصح، هغه واعظ او هغه لارښود څلى ونړيده. نن هيڅ نه وايم. يوازې په دې باندي بسنه کوم چې:په خورا ژوره خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پکتيا ولايت نامتو عالم او جهادي مشر، د شوروي يرغلګرو په وړاندې د حرکت انقلاب اسلامي د پکتيا ولايت د شاهي کوټ د جبهاتو عمومي امير، د اسلامي امارت د تيرې دورې د علومو اکاډمي عمومي رئیس د کفر الحاد، شوروي اشغال په وړاندې د پولادي ارادې خاوند، د دعوت جهاد او مبارزې د سنګرونو نه ستړى کيدونکى شخصيت، د علم تقوا فراست او بلاغت هسک څلى، مولوي خليل الله پيروزي د اجل داعي ته لبيک ووايه او له فانې نړۍ سره يې مخه ښه وکړه. روح دې يې ښاد او جنت النعيم دې يې ځاى وي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














