
زما د لاندې ليکنې موخه قطعاً د اوسني نظام له ټولو تګلارو او کړنلارو څخه ملاتړ نه دى او نه يې هم د عُقدو پربنسټ مطلق مخالفت کوم، بلکې په کورنيو او بهرنيو تګلاروکې د خورا زياتو نيمګړتياو اوترينګلتياو له شتون سره سره، په هېواد کې له تيرو پنځو لسيزو راپدېخوا د بيساري امنيت او د هېواد په بشپړه جغرافیه باندي د اوسني نظام تسلط هغه ځانګړتیاوې دي چې په انتظار مو ورته سترګې سپينې شوې دي.البته باید ووایم چې اوسنى امنیت قطعاً حکومت ته داسې برائت نه ورکوي چې د هېواد او ولس د ښېګڼې او ښيرازه راتلونکې لپاره خپلو نيمګړتياو ته متوجه نشي. همدغه شان د هغو سياستوالو تګلاره هم د توجيه وړنه ده چې د روانو ستونځو په وړاندي جګړه د حل لاره ګڼي.له جګړې پرته د سوله ييزو نوښتونو لټون اود داسې اجماع رامنځته کولو لپاره مبارزه اړينه ده چې په هغه کې دځواک کارولو له مخې دنظامون نسکورول او يوازې دزور کارولو په مټ حکومتي تسلط ته دوام ورکول دتوجيه وړنه وي.
زموږ د هېواد اوسنى حالت او د بيکاري کچه د زغملو او منلو نه دى. که نظام د خپل مشروعیت د پیاوړتیا، د خلکو د باور په ترلاسه کولو او د مخالفت د مدیریت لپاره له سیاسي او مدني وسایلو څخه ګټه نه اخلي او پر ځای یې يوازې په زور باندې تکيه کوي، نو حکومت په خپله د خپل سیاسي ظرفیت کمزورتيا نندارې ته وړاندې کوي. همدغه شان که ولس د خپل نارضايت ، غوښتنو او سیاسي بدلون لپاره له جګړې پرته بله مدني او سولهییزه لاره لاره نشي موندلاى، دا هم د سیاسي بنسټونو، ټولنيزو جوړښتونو او د سياستوالو د وړتیاو د کمزورتیا نښه ده.د معلوماتي ټيکنالوژي له برکته نن د نړۍ په هره برخه کې ولسونه کولای شي خپل نظرونه ډېر ژر او په اسانه له يو بل سره شریک کړي، عامه افکار تنظیم کړي، د حکومتونو په تګلارو باندي اغېز وکړي، مدني حرکتونه رامنځته کړي او د سیاسي غوښتنو لپاره پراخ ټولنیز ملاتړ جلب کړي. معلوماتو ته لاسرسی، ټولنیزې رسنۍ، ډیجیټلي اړيکې او د عامه پوهاوي لپاره پراخ امکانات د سیاسي مبارزې بڼه په بنسټیز ډول بدله کړې ده. په داسې شرایطو کې د سیاسي اختلاف د حل لپاره له بهرنيو هېوادونو څخه توپک ته د لاس اچولو لپاره انلائن مبارزه پوښتنه راپورته کوي چې تلقين کوونکي د افغانانو بچيان جګړو ته د تشويق کولو پرځاى ولې په خپله د جګړو له ډګر څخه لېرې په خوندي چاپيريال کې له خپلو بچيانو سره اوسيږي او ولې دغه دنده په خپله نه ترسره کوي؟د توپک ماشه باندي سیاسي اختلافات نه حل کېږي؛ بلکې له سیاسي ډګر څخه يې امنیتي ډګر ته انتقالوي. که د خلکو مشروع غوښتنې د زور له لارې له فشار لاندې نيول کېږي نو اصلي عوامل له منځه نه ځي. یوازې د مطرح کولو لاره یې بدلېږي. په دغه حالت کې سیاسي نارضایتي او مخالفت ممکن د کورنيو او بهرنيو اړخونو د ګډو تعامل په نتیجه کې په وسلهوال مقاومت بدله شي. له همدې امله، زور کله ناکله ستونځه له فشار لاندې نيولاى شي، خو د هغې د ریښو د له منځه وړلو ضمانت نشي کولای.همدا راز د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره وسله پورته کول ممکن نظام نسکور کړي، خو د بل سالم نظام د جوړولو ضمانت نشي ورکولاى. د جګړې له لارې د سیاسي جوړښت نړول ممکن اسانه وي، خو د مشروع، حسابورکوونکي، منل شوى او په معيارونو برابر نظام جوړول له جګړې څخه زیات فکري، سیاسي او بنسټيز ظرفیت غواړي. مهمه نه ده چې څوک په جګړه کې بریالی کېږي؛ بلکې دا ده چې څوک کولای شي د اختلافاتو د حل لپاره داسې سیاسي چوکاټ جوړ کړي چې راتلونکی نسل د اختلافاتو د حل لپاره توپک ته اړتیا ونه لري.
بشپړه خپلواکي دا نه ده چې هېواد خپل بیرغ، خاوره، تسلط او حاکمیت ولري، بلکې داده چې هېواد د خپلو ستونځو د حل، د خپلو اختلافاتو د مدیریت او د خپلو سیاسي پرېکړو کولو لپاره خپل فکري ظرفیت، خپل سیاسي ليدلورى او خپلواک بنسټونه ولري. هغه ټولنه چې د خپلو کورنيو اختلافاتو د حل لپاره تل زور، وسله، بهرنی منځګړیتوب یا د نورو د تجربو تقلید ته اړتیا ولري، د حقوقي حاکمیت تر څنګ د فکري او سیاسي خپلواکي ګراف له ښکته والي سره هم مخ ده.موږ باید ومنو چې د اختلافاتو د سولهییز مدیریت لپاره اړين سیاسي او فکري ظرفیت نلرو. که غواړو خپلمنځې تاوتریخوالي له منځه يوسو، باید د توپک د ماتولو تر څنګ هغه فکري او سیاسي تګلاره هم بدله کړو چې توپک د حللارې په توګه اړتيا ګڼي. د هېواد پرمختګ هغه وخت باوري کيږي چې د اختلافاتو د حل لپاره وړتیا ولري، د مخالف نظر لپاره ځای ولري، د سیاسي رقابت لپاره مشروعې لارې ولري او د ستونځو د حل لپاره مدني حل لارې ولرى. که په دې عصر کې هم د نظام او ولس ترمنځ سیاسي اختلاف په توپک حل کېږي، نو دا زموږ د علمي، فکري او سیاسي نبوغ د نیمګړتیا او د خپلواک تصمیم نیولو د ظرفیت د کمزورتیا جدي انعکاس دی.
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید
