څومره به ښه واى چې د پاکستان اوسني حکومت په کراچۍ او ډيورنډ کرښې کې افغان سوداګرو ته د زيان اړولو او غيرقانوني کډوالو د ايستلو ترعنوان لاندې خپلو فاسدو امنیتي ادارو ته په غير مستقيم ډول د ټولو افغانانو د ځورولو پرځاى په دغه تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميشنري او افغان حکومت سره د ګډ تفاهم له لارې ددغې ستونځې د حل هڅه کړې واى. له دې څخه هم خورا مهمه مسئله داده چې پاکستان باید په تيرو څو لسيزو کې د خپلو تګلارو په تړاو هم په ملي کچه يوه ارزونه کړي واى تر څو ورته جوته شوې واى چې د پاکستان د چلن په برخه د افغانانو په ذهنيت کې ولې منفي ترجيحات رامنځته شوي دي او دا چې له تيرو څو لسيزو راهيسې ولې د پاکستان ټول افغان ملګري واک ته له رسيدو سره سم د پاکستان په دښمن باندې بدليږي. افغانان په دې باور دي چې په افغانستان کې افراطيت ته د ځوان نسل هڅونه، ورپسې تاوتریخوالي جګړو او د نفاق اور ته لمن وهل او ورباندي تيل پاشل د پاکستان د ستراتیژیک عمق د تګلارې بنسټ جوړوي. د څو لسیزو بدلونونو ته په کتو داسې ښکاري چې د افغان حکومت له وسلوالو مخالفو ډلو سره د پاکستان ملګرتیا او ملاتړ د تل لپاره واک ترلاسه کولو تر وخته پورې دوام د نوموړي هېواد د ستراتيژي برخه ده. د واک له ترلاسه کولو سره سم د پاکستان لخوا د داسې غوښتنې مطرح کيږي چې افغان لوري ته يې منل ناشونې وي، نو سملاسي واک ته له رسېدلي ډلې سره اړيکې د ترينګلتيا خوا ته بيايي او د همېش په څېر له مخالف اړخ سره اړيکې رغوي او جګړو ته يې هڅوي. بیشتر بخوانید »