زموږ د وجود او ذهن په قالب کې دننه تصورات ، فکرونه ،هیجانات، احساسات د ژوند تجربې ، زدکړې ، د شیانو او پیښو په هکله معلومات شتون لري. دغه ټول زموږد اکتسابي ژوند کتاب مندرجات ، محتویات او یا درونمایه جوړوي. په بل عبارت داکتسابي ژوند کتاب درونمایه یا محتویات زموږ د ژوند چاپیریال کې د پیښو تعاملاتو په تجربه کولو ، نمونو ، ښوونې او روزنې سره زموږ په ذهن کې ثبت ، ترکیب ، تدوین او محفوظ کیږي . همدغه محتویات په همدا اوس کې زموږ ظاهري شخصیت تمثیلوي. که زموږ د ژوند چاپیریال کې اړیکې او تعاملات له ډول ډول ککړتیاوو( د تشدد مختلف انواعو) سره مل وي - زموږ ذهني اکتسابي شخصیت تدوین شوي کتاب محتویات په ناوړه توګه اغیزمن کیږي بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














