مولانا فضل الرحمن چی په خټه پښتون اود پاکستان په سیاست او جوړښت کی د مذهبی دنامتو سیاستوال ارواښاد مولانا مفتی محمود زوی او ځای ناستی شمیرل کیږی له هم هغه ورځی چی پلار یی اروا ښاد مفتی محمود د پاکستان له نظرئی سره پر ظاهری مخالفت برسیره د دخیبر پښتونخوا د اعلی وزارت پر ګدۍ کیناست نوددغه نظرئی سره دمخالفت ډنډوره یی هم بند کړه او د نظریه پاکستان یو وفادار سپاهی پاته شو. دا حقیقت د لمر په څیربربنډ دی چی د پاکستان د جوړښت ټول پلوی ځواکونه که مذهبی وی او یا هم سیاسی که کیڼ اړخه وی او یا هم ښی اړخه د پاکستان په سیاسی مغرضانه جوړښت کی ونډه لری نوځکه خو ویلای شو چی مولانا فضل الرحمن د پاکستان د جمیعت العلمأ د ګوند مشر لکه څنګه چی د هغه مرحوم پلار مفتی محمود د نظریه پاکستان دیوه وفادار سپاهی په توګه دنده ترسره کړی ده نوځکه خو مولانا فضل الرحمن هم د همدغه لاری یو عظیم الشانه لاروی بللی شی .لنډه داچی نوموړی مولانا فضل الرحمن هم له افغانستان سره چال چلند د پاکستان د ژور لید پر بنسټ ترسره کړ .خو هیڅوګ نه پوهیږی چی دمولانا صاب تازه کیسی اونکلونه ولی رابرسیره کوی بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














