لکه څنګه چی پوهیږی نواندیشی تربیون دافغانی ټولنی عمومی جوړښتونواو اړتیاؤ ته په پام هڅه کوی چی د فرهنګی او عقیدتی ارزښتونو د سمون په موخه کوټلی ګامونه اوچت کړو نوځکه خو زموږ د ټولنی ډیری وګړی چی په مذهبی لحاظ داسلام د سپیڅلی دین پیروان دی او د هیواد دښمنانانو هم تل د اسلام د سپیڅلی دین څخه د یوی ناروا توری په توګه ګټه پورته کړی ده نو په دی لاره کی مو ؤپتیله چی پکار ده د اسلام ددین بنسټونو او تګلاروته له سره کتنه وشی او داکار ممکن نه دی مګر د هغو پوهانو او څیړونکو په وسیله چی هم یی ددین بنسټونه په ژوره توګه مطالعه کړی وی او هم یی د اوسنی انسان د ژوند ستونځی او اړتیاوی دعصری علومو او تکنالوژی په تلسکوب او د ټولنی ددینی ارزښتونو په هنداره کی ارزولی وی . نوځکه مو ترټولو غوره علمی شخصیت او قرآن پوه ښاغلی احمد حسین عنایت چی د خپل مسلک انجنیری ترڅنګ یی داسلام د سپیڅلی دین په ځانګړی توګه دقرآن پاک په هکله ژوره څیړنه کړیده د دغه هدف ته درسیدو په لاره کی غوره کړ چی دادی له محترم احمد حسین عنایت څخه په ځانګړی مننه دهغه د څیړنو ځینی برخی تر تاسو هم دررسوو . بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














