که څه هم موږ په وار وار ویلی دی چی دهر ډول تاوتریخوالی او د بنیادم د وینی تویول په هره بهانه او پلمه چی وی موږ یی په کلکه سره غندواو محکوموؤ یی . که څه هم له هم هغه ورځی چی انګریزی استعمار د هند د نیمی وچی د آزادی غوښتونکو غورځنګونو څخه د بدلی او غچ آخیستو په موخه د هند په ګاونډ کی د اسلامی جمهوریه پاکستان په نوم یو مصنوعی دولت چی نه جمهوری دی او نه هم اسلامی رامینځ ته کړاو دهغی استراتیژیک هدف اوموخه یی په سیمه کی د دائمی بی ثباتۍ ته لمن وهل اودهندوستان او افغانستان په څیر ددوه ګاونډیوهیوادونو په پولو کی د تل پاته زخمونو را تازه کول ؤ نو ددی کار لپاره یی د پښتون په نوم ترټولو ساده خو له یوی غیر عقلانی سرښندنی ډک قوم د ساتونکی ځواک په توګه غوره کړ .زموږ په آند ددغه غوره والی لوی لامل هم ددغه غیرتی قوم همدغه دغیر عقلانی سرښندنی روحیه وه چی تر اوسه یی هم د څولسیزو په تیریدو سره د ددغه اولس د ځوانانو په رګونو کی چلیږی . معنا داچی که ورته وویل شی چی غوږ د سپی وړی دی نو پرته له دی چی خپل غوږ وګوری په سپی پسی منډی وهی .دحیرانتیا وړخو داده چی په دغه غیرتی قوم پوری تړلی اورانیول شوی شخصیتونه ترټولوزیات په لراوبردواړوکی دپښتون قوم د تباهې سبب جوړ شویدی . ددغه سیمی تاریخ هم ددغه ناورین حرګندوینه کوی ځکه له آیوب خان ترعمران خانه دا ټول په قوم پښتانه ؤ چی تر ټولو زیات یی پښتانه د خپلو شخصی ګټو په اورکی سوځولی دی . لنډه داچی هغه مهال دا حقیقت بربنډ شو کله چی عمران خان د پاکستان دهمدغه اجنډأ د ترسره کولو په موخه د پا کستان د فوځ په لمسون لومړی دلوبو له ډګره د سیاست ډګر ته را وستل شواو د تحریک انصاف په نوم د پاکستانی پوځ په لاسونو جوړ شوی د یوه مصنوعی غورځنګ تر مشرې ورسول شو او وروسته د پاکستان د لومړی وزیر نوازشریف په مشری له واکمنئ سره په ډغرو شواو تردی چی دپاکستان د پوځ له لوری د نوازشریف د حکومت په وړاندی د یوی داسی پوځی کودتا تابیه شوی وه چی ګنی له کودتا وروسته به د عمران خان په مشرې یو لاس پوڅي حکومت رامینځ ته کیږی خو د نوازشریف له لوری ددغه کودتا پلان افشأ شو او له پوځ سره د یوی معاملی او جوړ جاړی په ترځ کی دغه کودتا سرته ونه رسیده . ددی سره ، سره د پښتونخوا عوامی پارټی مشر ایمل ولی خان چی په ځټه پښتون اود سترپښتون مشر خان عبدالغفار خان کړوسی دی کله چی د روان میلادی کال د نومبر میاشتی په ۲۶ مه نیټه د تحریک انصاف د بنسټ ایښودونکی عمران خان لخوا دهغه د خلاصون په موخه د عمران خان د مرشدی میرمنی بشری بیګم او د خیبر پښتونخوا د لومړی وزیرعلی امین ګنډاپور په مشری د پاکستان پلازمینی اسلام آباد په لوری د انصاف غورځنګ په زرګونه کسانو لاریون وکړ او په خواشینی سره په وینو ولړل شو نو ښاغلی ایمل ولی خان په خپله یوه مرکه کی وویل چی د انصاف د غورځنګ مشر عمران خان د خپلو ځانګړو ګټو په خاطر د انصاف په نوم غورځنګ استعمالوی . او امین ګنډاپور له دولت « ریاست » سره په جګړه بوخت دی او نه غواړی چی عمران خان له زندان څخه را خلاص شی .دلته موږ د پښتون قوم او ټبر دهغه احساس خبره کوو چی هیڅکله هم پر یوه سالم عقلانیت ولاړنه وی او هر موقع ته منتظر غلیم کولای شی د زیاتره پښتنو په وجود کی له دغه تاریخی خو د عقل پرته احساس څخه د خپلو شومو موخو د ترسرته رسولو لپاره ګټه پورته کړی . خو ددی سره سره همدغه قوم او ټبر ته منصوب زیات شمیر کسان موجود واقیعتونه او حوادث د عقل پر تله تلی او بیا پری قضاوت او لزومأ د سالم عقل پر بنسټ غبرګون ښکاره کوی . نوځکه خوکله چی د پاکستان ظالم پوځ د خپلو استراتیژیکو موخو ته د رسیدو په هیله عمران خان په قوم نیازی چی د کرکټ په ډګر کی یو لوی اتل ګڼلای شو او نسب یی د پښتنی ټبر او قبیلی سره تړلی دی پاکستانی پوځیانو تری دسیاست په ډګر کی هم د یوه سیاسی اتل په رول کی کار آخیست او تردی چی په ۱۹۹۶ میلادی کال کی یی ورته د پاکستان د انصاف په نوم غورځنګ جوړ او دهغی مشرتابه یی نوموړی عمران خان نیازی ته وسپاره په داسی حال کی چی ښاغلی عمران خان د لوبو دډګر اتل ؤ او نه دسیاست د میدان ! لوبی او سیاست چی دوه جلا ، جلا فورمونه ګڼلای شی عمران خان چی یوازی د پاکستان د اساسی قانون پرظاهری جوړښت چی ګنی هغه په پاکستان کی د قدرت لومړنی ټاکونکی مرجع او منبع ده او دپوځ د سر لښکر او نورو لوړ رتبه جنرالانو ټاکنه د پاکستان د اساسی قانون پر بنسټ د لومړی وزیر له دندو ګڼل او هغه هیڅکله هم د پاکستان تیرخونړی تاریخ تر ژوری مطالعی لاندی ونه نیواویوازی په ظاهری بڼه یی د پاکستان هیواد د خپلو نیکونو دهیلود ټاټوبی په توګه په خپله حافظه کی وساته خو حقیقت دادی چی ددغه لانجمن هیواد ډبره د جوړیدو له لومړنیو شیبو تر ننه انګریزی استعمار ته د وفادارو پوځیانو لخوا چی په هر قوم او ټبر پوری تړلی وی پر مخ بیول کیږی . ؤلسواکی ، قضأ ، پارلمان او نور ټول مدنی دقدرت مرکزونه په ظاهری او مافیائی بڼه عمل کوی . تردی چی یو مهال د قدرت پر ګدۍ ناست د مسلم لیګ نوازشریف چه د پاکستان د ملی ګټو ته نا ژمن ګڼلای شو او دهغه در انسکوریدو هڅی یی پیل کړی وی نوعمران خان او د هغه نوی جوړ شوی د انصاف غورځنګ یی ترټولو مخکښ رول لوبوه . او تردی چی دپاکستان پوځ د عمران خان واک ته درسیدو په هیله د نوازشریف چی د پاکستان لومړی وزیر ګڼلای شو د راپرځولو په هیله یوه نظامی کودتا هم په لاره آچولی وه . د پاکستان په وروستی تاریخ کی داسی هم شوی دی چی عمران خان د پاکستان د طالبانو د تحریک او د پاکستان له حکومت سره په خبرو اترو کی د پاکستانی طالبانو د تحریک TTPله لوری چی زیاتره یی په پښتون قوم پوری تړلی دی د یوه له اعتباره برخمن استازی په توګه ونډه آخیستی وه او په همدغه علت کله چی عمران خان نیازی په قطر کی د افغانی طالبانو او دامریکا ترمینځ د ترسره شوی تړون په وړاندی د مخالفت ډنډوره وغږوله او د کابل د واک چاری افغان طالبانو ته په لاس ورغلی او د پاکستان د ګټو ساتونکی ځواک یا پوځ له نړی سره په ګډه یو تړون لاسلیک کړی ؤ او کابل ته دطالبانو په ځانګړی توګه د حقانی شبکی د ورننوتو پړه یی یوازی پرعمران خان او دهغه پرمرشدی میرمنی بشری بیګم آچوله نو د لاهور په میزان پارک کی دعمران خان او بشری بیګم پراستوګنځی هم هغو پښتون ټبارو پر غاړه درلوده چی د پاکستانی طالبانو د تحریک TTP سره یی تشکیلاتی اړیکی درلودی . معنا داچی له پښتون قوم له یوه غیر عقلانی احساس څخه تل واکدارنو ناوړه ګټه پورته کړیده اوبس . نو کله چی له زندان څخه د هغه د خلاصیدو پر شعار د عمراخان نیازی زیات شمیر ملاتړی د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علی امین ګنډاپوراو د عمران خان د میرمنی بشری بیګم چی ویل کیږی عمران خان یی د نورو له قدرت څخه برخمنو تر څنګ سینه چاک مرید او دپیری په جال کی یی راغلی دی د اسلام آباد پر لوری او په ځانګړی توګه د مرکزی پارلمان او د پوځ د عمومی قوماندان سرلښکر عاصم منیر د مرکزی دفترGHQ پر لوری چه له پخوا دغه سیمه Red Zone ګرځول شوی وه د لاریو او کاروانونو په شکل په داسی حال کی د ورننوتو تکل وکړ چی هلته د پولیسو لخوا د مخنوی کانتینرونه لګیدلی ؤ او پولیسو لخوا ورته ویل کیدل چی تا سو اجازه نه لری چی له سری کرښی دی خوا ته رواوړی خو بیاهم هغوی ډلی ډلی په داسی حال کی له سرزوری او سرتمبه ګۍ څخه کارآخیست چی په محلی لهجه یی په اردو خبری کولی او د موږ د عمران خان له زندان څخه د وتو غوښتونکی یو شعار یی ورکاوه . دکتونکو له نظره د تحریک انصاف د بنسټ ایښودونکی ښاغلی عمران خان لخوا بیاهم همدغه خوار خو ساده پښتانه د یوی شخصی غوښتنی د قربانی په خونړۍ لومه کی پریوزی .