گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دیووالي په نوم ګډ روژه ماتۍ!
دیووالي په نوم ګډ روژه ماتۍ!

دیووالي په نوم ګډ روژه ماتۍ!

دنواندیشی یادونه : لکه څنګه چی موږ او تاسو ټول پوهیږو افغانانو په خپل اوږده تاریخ کی  د بهرنی استعمار په وړاندی په میړانه او زړورتیا سره ډغری ووهلی او پردی یی چی زیاتره زموږ دهیواد له مادی او اقتصادی بنسټونو د ویجاړتیا تر څنګ یی دافغانی وروسته پاته کړای شوی ټولنی وګړودعمومی روحی ته په کتنه ددغه باتوراولس ټول معنوی سپیڅلی ملی اوتاریخی ارزشونه له خاوروسره خاوری کړل . که څه هم بهرنی ښکیلاک اویرغلګر تل ددی خاوری دبچیانو پراوږواو دراز، رازرنګینو کیڼواو مذهبی شعارونو په ورکولو زموږ سپیڅلی خاوری ته رادننه شوی دی خو دخپلو ناوړه موخو ته د رسیدو په هیله یی ترټولو لومړۍ ددغو ملی او تاریخی ارزشونو په وړاندی په ځوان نسل کی د کرکې او نفرت اورونه بل کړیدی چی دغه ځوان په هیواد مین نسل ونه شی کولای په آسانی سره  د استعمار په وړاندی د عصیان او نه ویلو جنډه اوچته و

ساتی نو ځکه خو پرموږ ټولو لازم  او فرض دی چی د ځوان نسل او په ځانګړی توګه هغوی چی د تیرو څو لسیزو نا خوالو قربانیان دی ددغه تاریخی او ملی ارزشونو دراژوندی کولو په خاطر د قربانې او ایثار په لومړنی لیکه کی ودریږو او په ډیره کمه قربانۍ سره د د ایثار او مقاؤمت شنه جنډه د وطن او دین ددښمنانو پر سینو ودروؤ ! روژی اواخترونه ، دطبیعت د جشن ( نوروز ) او نورو ملی او تاریخی ورځو نمانځل زموږ دهیواد په لرغونی تاریخ کی اوږده سابقه لری چی په خواشینۍ سره د راز ، راز تور اوسره استعمار او ښکیلاک په لمسون دافغانستان دلرغونی ټاټوبی د بچیانو په سینو اوزړونو کی دهیریدو په حال کی دی . موږ په کلکه پتیلی ده چی ددغه ملی تاریخی او تمدنی ارزشونو په راژوندی کولو او پاللو سره  دمبارزی دډګر په لومړیو کرښوکی ځای ولرو. نوځکه خو د خوست د لرغونی اوفرهنګ پال ولایت د صبریو ولسوالۍ پوری تړلی د سوری پاڼ په نوم کلی د ځوانانو هڅی چی د ځوانانو لخوا د ګډ روژه  ماتی په نوم یی دروژی په دغه بختوره میاشت کی ترسره کړی دی ستایو او ددغه ګډروژه ماتی په ترتیب کی د هغه ځای د ځوانانو له اتحادیی همدا رنګه د ددرانه او مبارز شخصیت استاد محمد امین فروتن څخه مننه کوو  چی دسیمی ځوانان یی دی ته وهڅول چی ددغه شانی معنوی ارزشونو په راژوندی کولو کی خپل رول ادا کړی . پاتی دی نه وی چی ددغه روژه ماتی لنډشانی راپور چی زموږ باتور همکار ښاغلی سیف الله افغان په داسی حال کی رالیږلی دی چی هغه په خپله هم ددغه ګډروژه ماتی په برابرولو او رامینځ ته کولو کی د زړه له اخلاصه هلی ځلی کړی دی . دنواندیشی تربیون د تحریر ډلی  لخوا
دخوست ولایت صبریوولسوالۍ سوري پاڼ سرکلي کې، دیووالي اوپخوانیورغنده  رواجونواو ارزشونو  د را ژوندي کولو په موخه ګډ روژه ماتی ترسره شو.په یاد روژه ماتي کې، دکلي مشرانو، ځوانانو په ټوله کې په زیاته کچه ګډونوالو برخه اخیستې وه.دا ډول پروګرامونه دځوانانو اوپه توله کې دسیمې اوسیدونکو لپاره ګټور اودسیمې اوسیدونکو دیووالي سبب ګرځي.یاد روژه ماتی د دروند او لوړشخصیت استاد محمدامین”فروتن”په مشوره اومالي لګښت، دیادکلي ځوانانو لخوا ترتیب او تنظیم شو او ډېر په ښه شان سرته ورسیدلو..دټولو ګډونوالو او هغه چاڅخه ځانګړي مننه چې د یاد پروګرام په ترتیب کې یې پوره همکاري ترسره کړه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا