که څه هم د هند په هیواد کی د روزل شوی پاکستانی سامراج د جاسوسی د څانګی ISI د غښتلی جاسوس تورن صاب شیر محمد عباس ستانکزی له خولی له هم هغه لومړی ورځی را پدی خوا چی د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر عمران خان په دستور په قطر کی د یوه نا اعلام شوی پروګرام پر خلاف چی ویل کیدل د افغانانو ترمینځ د بین الافغانی مذاکراتو په پایله کی به یو نوی انتقالی اسلامی دولت په داسی حال کی رامینځ ته کیږی چی د امریکاېی زلمی خلیلزاد په هڅواو د پاکستان پر موافقه به یی ملا عبدالغنی برادر د مشر تابه دنده پر مخ بیایی او د عباس کلا شیر مامد چی پر ستانکزی مشهور دی دهغه د سیاسی مرستیالی چاری په غاړه لری نوځکه خودهمدغه پروګرام په اړه له را پرځیدو دوه شپی دمخه د امریکا د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلنکن Antony Blinken د افغانستان له تښتیدلی ؤلس مشر اشرف غنی سره په تلفنی اړیکه کی دغه پروګرام څرګند کړی ؤ او د اشرف غنی له تیښتی وروسته د امریکا د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلنکن په حیرانتیا سره ویلی ؤ
چی ما کله له ؤلس مشر غنی سره دغه پروګرام شریک کړ او تری ومی غوښتل چی ځان یوه اساسی بدلون ته چمتو کړی نود هغه ځواب داؤ چی که طالبان دا وړاندیز هم ونه منی نو ماته له جګړی پرته بله لار ه پاتی نه ده نو زه حیران شوم چی څنګه یو بنیادم تردی حده را تیټیږی چی دټولو شعارونو سره سره هیواد پریږدی . ښاغلی تورن عباس ستانکزی هم له نړی او په ځانګړی توګه له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتنه کوله او تل به یی امریکایان دی ته هڅول چی باید ددوحی تړون په بشپړ ډول عملی شی ….کله چی په قندهارکی د طالبانو د ستر مشر لخوا د نجونو پر مکتبونواو تعلیمی مرکزونو بندیز ولګید او دروازی یی وتړل شوی او پرمیرمنو د کارشرائط په ټپه ودرول شول نو د عباس کلا تورن شیرمحمد ستانکزی لومړنی طالب چارواکی ؤ چی د په زغرده به یی په طالبی غونډو کی د نجونو او میرمنو پر مخ د پوهنتون ددرواز د پرانستلو څخه د ملاتړ غږ پورته کاوه . اوس چی د امریکا په متحده ایالاتو کی یوځل بیاهم د جمهوری غوښتونکو په مشرئ دونالد ترومپ ټاکنی وګټلی او کیدای شی د امریکا د اساسی قانون پر بنسټ دراتلونکی دوشنبی په ورځ د جنوری په شلمه نیټه د دموکرات جیو بایډن پر ځای د امریکا د نوی ؤلس مشر په توګه لوړه پر ځای کړی نو یوځل بیاهم د تورن عباس ستانکزی او ملا غنی برادر په رګونو کی د وچی شوی هیلی را ؤ خوځیدی او د خوست په ولایت کی یی د یوی دستار بندی په بهانه طالبانو ته د خپلی وینا په ترځ کی وویل چی : موږ د امارت له مشرانو څخه دا تقاضا ده چی د علم دروازی باید خلاصی شی . دی ته هیڅ بهانه او هیڅ شی نه شته نه به وی او نه به یی کوی !! دجناب رسول الله صل الله علیه وسلم په وخت کی دروازی دعلم دنرو او دښځو پر مخ خلاصی وی .نیم علم دبی بی عائیشی (رض ) څخه را آخیستل شوی موږ په څلویښت میلیونه نفوسو کی د شل میلیونو په وړاندی بی عدالتی کوو آیا موږ به د قیامت په ورځ دغسی راپورته نه شو ؟ چی ټول به فلج یو چی ټول حقوق مو تلف کړی دی ؟ میراث نشته دمیړه د تعیین حق نشته . په بدوکی یی ورکوو …تعلیم ته یی نه پریږدو . مسجد ته یی نه پریږدو . په پارکونو کی مو دروازی پری بندی دی . مدارسو ته یی هم نه پریږدو !! خو موږ په کومه لاره چی روان یو دا زموږ د طبیعت خبره ده نه دشریعت !که څه هم ښاغلی استانکزی د امارت مشران د خپلو خبرو مخاطب وګرځول خو دهغه او د طالبانو دریاست الوزرأ دمرستیال ملا غنی برادر په شمول زیات شمیر د طالبانو د لومړی لیکی مشرانو په مخکی داسی څرګندونی دټولو لپاره د حیرانتیا وړ دی چی دوی یوازی شعارونه ورکوی خو د عمل په ډګر کی تش لاسی دی .
لکه څنګه مو چی وویل د امریکا د راتلونکی ؤلس مشردونالد ترامپ په لومړنۍ واکمنی کی دیوه داسی نه اعلام شوی تړون پر سر جوړ جاړی ته رسیدلی ؤ چی په پایله کی به یی د بین الافغانی مذاکراتو په نتیجه کی پر یوه نوی اسلامی انتقالی دولت سلا راځی او د هغی په سر کی به د امریکا په ځانګړی توګه د زلمی خلیلزاد په غوښتنه او دپاکستان په ملاتړ ملا عبدالغنی برادرلخوا ددغه نوی انتقالی حکومت چاری پر مخ بیول کیږی او شیرمحمد عباس استانکزی به یی دسیاسی چارو مرستیالی پر غاړه لری نو ځکه خو هم کیدای شی د نوموړی عباس ستانکزی لخوا هغه ته ډاډ ورکړ شوی وی چی باید ځان بیاهم دهم هغه انتقالی اسلامی حکومت لپاره چمتو کړی . خوله دی بی خبره دی چی په کندهارکی د طالبانو د قدرت اصلی مرکز او جزیره چی په سیمه کی د څو ګاونډیو هیوادونو له ملاتړه برخه منه ده دوه اونۍ وړاندی د قطر ددفترپر ړنګیدوپه موخه یو کلک ګوزار وکړ او د هغه دفتر مشرسهیل شاهین یی په دوحه کی د طالبانوپه رسمی استازولی کی وګماره او دهغه دفتر ویاند نعیم وردګ یی د بهرنیو چارو په وزارت کی د اداری معین په حیث وګمارلو . خو ددی سره سره یی په خوست ولایت کی دیوی دستار بندی په مراسمو کی ګډون وکړ اوله پخوا لیکل شوی متن یی داسی ولؤست : دهیواد د اقتصادی ودی په برخه کی اوس مهال ډیری مهمی ملی پروژی او کارونه روان دی او دګاونډیو هیوادونو سره مو تجارتی مناسبات او اړیکی پیاوړی شوی دی او په مشخصو او له سیاست څخه پر آغیزمنو مسیرونو مو اتکأ کمه شویده …..خو هیڅوګ هم د هغه په شمول د ملا برادر آخوند ددغه څرګندونو په مقصد پوه نه شول چی ګنی د برادر آخوند له نظره آغیزمن مسیرونه کوم دی ؟ په دغه غونډه کی ملا عبدالطیف منصورچی دطالبانو د اوبو اوبرښنا وزارت پر ګدۍ ناست دی د خپلی وینا په یوه برخه کی وویل : ددغه نظام ساتنه هم پر موږ فرض ده دا اکثره په دی قرطبی او په دغو کتابونو نه کیږی چی ما او تایی ووایو ما اوتا به ضرورت لرو سائنس ته ، تکنالوژی ته ، بیولوژی ته چی موږ دخپل ملک دفاع په وسائلو باندی هم وکړو … که څه هم شیر محمد عباس ستانکزی خپل شجرة النسب له ۲۰۰۷ میلادی کال را په دی خوا تر ۲۰۲۱ کال د طالبانو پرکابل تر ؤلکی پوری د طالبانو او امریکایانو ترمینځ د خبرو اترو سره تړی خو باید وویل شی چی لومړی خو ددوحی تړون هم د افغانانو د ارادی او خپلواکی پر خلاف د پردیو د ګټو تر آغیزی اوسیوری لاندی لاسلیک شوی دی چی دغه خود ارادیت حق نه یوازی نن اوپرون بلکی د څولسیزو را په دی خوا د بهرنیانو په ګټه انځورشوی دی . دوهمه داچی د طالبانو له واکمنۍ څه د پاسه دری کاله تیر شوی دی چی نه یوازی په سیاسی او فرهنګی ډګر کی مو افغانستان شاته ؤغورځاوه بلکه په اقتصادی ډګر کی مو هم یوازی هغه پروژی پلی کړی او یاهم پیل کړی دی چی څولسیزی یی د تیرو واکمنو له خوا ډبره ایښودل شوی وه او تاسو یی اوس ترسره کوی . او ترټولو مهمه داده چی که دامریکا د متحدوایالاتو ګټی پرون د سیمی هیوادونو ګټوته په پام طالبان واک ته په رسولو کی نغښتی وی نو اوس چی یو ځل بیاهم په امریکا کی د دونالد ترامپ په مشرۍ جمهوری غوښتونکی ګوند د سپینی ماڼی واک په لاس کی آخلی هیڅوګ نه پوهیږی چی د امریکا د متحدو ایالاتو ګټی په آسیا او منځنی ختیځ کی کومی دی او څوګ به له امریکا سره ددغو ګټو په ساتلو کی مرسته وکړی ؟
له پوهی او عقل څخه بی برخی طالبان که کوم بل وسله وال ځواک ؟تر ټولو مهمه پوښتنه داده چی آیا د افغانستان ستونځه یوازی د نجونو د ښوونځیو او یا هم دکار د پیداکولو په صورت کی حل کیدای شی اوکه نه د افغانستان د ستونځو د حل لپاره که غواړو په یوویشتمه پیړۍ کی د نورو هیوادونو سره سیال شو پکار ده چی د ژوند په ټولو ډګرونو کی دیوی علمی اوپرعدالت ولاړی دلاری نقشی څخه یوه په خپلو پښو ولاړه برخه منده ټولنه ولرو ! چی دا کار هلته دعمل جامه آغوندی ترڅو دهیواد هر وګړی له هیواد سره په رښتیانې مینه سنبال وی اویاهم د سنبالیدو په لور ګامونه واخلی .
