د نواندیشی د څیړنو او پلټنو میز : ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ په خوست کې مدنی فعالانو د یوه لاریون پر مهال د سې شنبې په ورځ په کابل او ننګرهار کې وروستۍ خونړۍ حملې وغندلې.په کابل کې پر یوه روغتون د برید پر مهال پرون د دوو نویو زېږېدلیو ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ووژل شول او ۱۵ تنه نور ټپیان شول.له دې برید سره نږدې په یوه وخت پرون د ننګرهار په ښېوه ولسوالۍ کې د جنازې د مراسمو پر مهال په ځان وژونکی برید کې ۲۶ تنه ووژل شول او ۶۸ تنه نور ټپیان شول.دخوست یوشمیر اوسیدونکو په کابل او ننګرهار کی د وسله والو بریدونه وروسته چی د نویو زیږیدلیو ماشومانو په ګډون لسګونه ؤلسی وګړی پکی ټپیان اوو ژل شول په ښار کی لاریون وکړ او دجګړه غوښتونو خلاف یی شعارونه ورکړل همداشان خوست میشتو ځوانانو او مدنی فعالانو په جګ آواز شعارونه ورکول چی موږپه هیواد کی روانه جګړه غندو او دسولی او ټیکاؤ غوښتنه کوو خوستی ځوانان له جنګه ستړی دی او جنګ په کلکو ټکو غندی . دسه شنبی په ورځ په کابل کی پر یوه سل بستره ایز روغتون باندی په یوه ډله ایز برید کی څوارلس ملکیان ووژل شول او پنځلس نور ټپیان شول بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














