دنواندیشی د تحلیل او خبر میز : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پوره باور لرو چې د ملی ګټو په چوکاټ کې د نورو وړو غټو مسائلو په تړاو د کړنلارو او تګلارو په برخه کې د سمون او بدلون په موخه مثبت انتقاد موجه او د دولت جوړونکی ټیم له روحیې سره قطعاً په ټکر کې نه ګڼل کیږی.خپل حق پیژندل او حق غوښتنه ګناه نه ده خو د امتیازاتو د ویش په منډه کې ناروا سیالی سپیڅلی تګلاره نه ده. متاسفانه مونږ د سیاست په ډګر کې ډیر وخت د ښه او بد ترمنځ د ښه د غوراوی چانسونه او فرصتونه شونتیا نلری، خو ولس او هېواد ته قوتونه که له همدغه ډول حالاتو سره مخ کیږی نو له بدتر څخه د نجات په موخه د بد انتخاب کوی،.... د "حساب غواړو او حساب ورکوو شعار" دفاع نه کوو او یوازې ټاکنیزه ناره یې ګڼو، ځکه چې دولت جوړونکی ټیم کله هم ولس او ملت ته حساب نه ده ورکړئ. هیڅ څوک هم کره او پوره نه دی، خو د خپلو تشو ارزول او د خپلو نیمګړتیاوو سمول د نننی عصر د پرمختللی سیاست د ملاتیر جوړوی. که نزدې ماضی ته لږ شان سر ورښکاره کړو، نو یقیناً د دولت جوړونکی ټیم لخوا د ټاکنیزو منډو په مهال د ستر مالی فساد شاهدان یو. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














