دنواندیشی د خبر او نظر میز : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ که څه هم ټوله نړۍ چی له کورونا ویروس سره لاس پرګریوان ده او له هغی څخه د خلاصون په موخه یی مبارزه په توندۍ سره پر مخ روانه ده خو بل لوری ته د بنیادم وژلو خونړی هیولا لاتراوسه هم چی د بی ګناهانو له وینو څښلو نه مړیږی په بی رحمی سره پر واټونو او بازارونو کی د انسانیت د ښکار په غرض وژونکی بریدونه ترسره کوی . چی په همدی موخه یی نن د اپرېل پر ۲۱مه د سهار ۱۰بجې د خوست والی ښاغلی حلیم فدائی پر موټر کاروان په موټر بم برید کې دوه پوځیان او ۱۲ ولسی وګړی ټپیان کړای شول ....حلیم فداېی چی ویل کیږی د میکروفون په لیدو پری د لیونتوب نښی را څرګندیږی نو تل یی د دفتر په کونج کی یوه د فلم آخیستو کمره له یوی جوړی تسبوسره ځوړندوی نوددفتر چاپراسی ته یی امر وکړ چی د یوی ولایتی خطبی تابیه وکړی تر څو خوستوال په خپله ولائی خطبه سره له دغه واقعی څخه خبراو د راتلونکی په باب ډاډمن کاندی نوځکه خویی په یوه کورونه وهلی فضا کی خوستوال په انلائین ډول له سلام او مسنونه تشریفاتووروسته داسی ؤفرمائیل : ....... بد بختانه نن زموږ ټول ملت ددی ترڅنګ چی له کورونا سره مبارزه کوی دتروریزم ، فاسدو کړیو ، او غاصبو کړیو پر خلاف هم په مبارزه لګیا دی بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














