دنواندیشی د څیړنو او پلټنو میز :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لکه چې پدې تقریباً څلورنیمو لسیزو کې مو ولیدل په افغانستان حکومتونه او دولتونه په څه ډول منځ ته راځی او په څه ډول سره له منځه ځی؟ نو وبه ګورو چې تېرو تجاربو ته په کتو سره اوسنی نظام هم، عینی، ذهنی، ملی او بین المللی شرایطو ته په کتو سره د له منځه تللو او پاشل کیدلو په درشل کې دی.خو دابه ولیدل شی چې څه کیږی؟ مګر افسوس چې: داسې یو ګوند، تنظیم، سازمان او کوم نهاد چې ګران هیوادافغانستان اودهیوادخلکو(افغانانو) یا انسانیت، اسلامیت او افغانیت ته ژمن اووفادار وی؟ تر اوسه پورې نه ترسترګو کیږی.څرنګه چې ګاونډیانو،امریکا او نړیوالې مافیا داسې حالات په افغانستان کې، پر افغانانو باندې په زیات مهارت اوځیرکتیا سره حاکم کړیدی چې که وغواړو یا ونه غواړو، موجود نظام پاشل کیږی ځکه چې: د امریکا، پنجاب، ایران او عربو خوښه او منظم پلان دی او دا تشه(خلا) به د دوی نوی ماډل او تازه مرموز پلویان ډکوی او په افغانستان کې د راټوکیدو او راپیدا کیدو په حال کې احتمالی نهضتونه، د ویښ ضمیر او پاک وجدان درلودونکی افغانان به، په ډېر جدی او بې رحمانه ډول سره ځپل کیږی او له منځه ځی.او د افغانستان ټول جنګی جهیزات، اقتصادی او سیاسی امکانات، واکونه او اختیارات به د ایران د آخوندانو او د تورو پنجابی جنرالانو سره په پوره اختیار او مکمل په لاس کې وی بیشتر بخوانید »