خوښي، خفګان، غوسه، وېره او حيرانتيا ته غبرګون ښودل احساسات بلل کېږي او د انسانانو د معنوي اړخ ځانګړتیا ده. دا سمه ده چې موږ په خپلو تيرو برياو، ځانګړتیاو او کلتوري ارزښتونو باندي بايد ووياړو او داچې احساساتي غبرګونونه طبيعي او سپيڅلي وي، انسانانو ته د حرکت جرئت او حوصله ورکوي، خو ډير وخت واقعيتونه نه تمثيلوي حقائق نندارې ته نه وړاندې کوي او هيجانيت خپروي.د پخوانيو وياړونو يادول ګټه نه لري، بلکې را ژوندي کول يې ګټور وي. وختونه زموږ په خوښه او غوښتنه نه رامنځته کېږي، خو زموږ له غوښتنو سره سم وخت را منځته کول قيمت لري او که مو کله هم قيمت ادا کړاى شو، نو همدغه حالت به ننګونې په فرصتونو باندي د بدلون طلايي چانس وى بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














