ستاسو د پوښتنی ځواب ته چی په افغانستان کی مو د امریکا او دهغوی د ملاتړو هیوادونو د نظامی حضور پر مهال د جنګی جرمونو او جنایاتو په باب د امریکا د تلاشونو او هڅو په هکله پوښتلی دی زما په ګمان کله چی په امریکا کی د ۲۰۰۱ یو کال د سپتمبرپیښی را مینځ شوی نو دامریکا متحده ایالاتو او انډیوالانو یی پرته له دی چی په یوویشتمه پیړی کی د زاړه استعمار هغه پخوانی سنتی بڼی ته کامل بدلون ورکړی نو په دی بهانه چی دسپتمرد یولسمی پیښه له افغانستان څخه تنظیم او رهبری شوی ده یوازی د طالبانو سره چی پر افغانستان یی واکمنی درلوده پداسی حال کی اړیکه ونیوه چی هم هغه مهال هم د طالبانو واکمنی د نن په څیر د امریکا متحدو ایالاتو دیوی مشروعی واکمنی په توګه په رسمیت پیژندلی نه وه چی کندهار ته یی د نصیرالله بابر او د پاکستان د پوځ د پوځی استخباراتو د مشر جنرال احمد محمد په ورلیږلو د طالبانو له مشر ملا محمد عمر مجاهد څخه وغوښتل چی په امریکا کی د سپتمبر د پیښو لوی تورن اسامه بن لادن د محاکمی په موخه امریکا ته ور وسپاری تر څو هغه په نړیواله او یا هم بله هره محکمه کی محاکمه کړای شی چی امریکا ته داسامه بن لادن دورسپارلوپه صورت کی به دامریکا له لوری د طالبانو واکمنی په رسمیت پیژندل کیږی او له دی سره سره به د خپلو نورو انډیوالانو هم غواړی چی د امریکا پر پله ګام پورته کړی تر څو په افغانستان کی د طالبانو واکمنی په رسمیت ؤپیژنی . بیشتر بخوانید »