د امریکا هژمونيکي ځانګړتیاوې، استخباراتي پيچلتياوې، بشر دښمني تګلارې دوه مخي سياستونه انسان وژونکي شاليد او د کمزورو هيوادونو د هضمولو ماضي په خپل ځاى کې هغه حقائق دي چې انکار ورڅخه نشي کيداى. موږ د امریکا او ناتو د شل کاله ژمنو او امنیتې تړونونو سره سره تير کال له افغانستان څخه د امریکا او ناتو د وتلو په مهال د هغوى د شرموونکي تېښتې د نندارې په مهال هر څه وليدل. مګر داهم واقعيت دى چې په اوس وخت کې نړيواله ټولنه نه غواړي له موږ سره د دښمن په څېر چلن وکړي. لامل يې دا نه دى چې هغوى زموږ نزدې ملګري دوستان او خپلوان جوړ شوي دي. يا هم هغوى د تېرکال په کړنو پښېمانه دي، بلکې د خپلو تيرو سهوو په تناظر کې په ځانګړي ډول د يولسم سيپټمبر د پېښې د تکرار د مخنیوي لپاره د هغوى ملي ګټې ايجابوي چې افغانستان د هېرولو پرځاى د خپلې توجه په محراق کې وساتي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














