د ژور تأسف ځاى دى چې موږ د خورا لوړې کچې عاطفي اړخ په درلودلو او يا هم له کږليچونو څخه د ډکو او پيچلو سياسي لوبو کې د اړينې پوهې او تجربې د نشتون له امله له تيرو څلورو لسيزو راهيسې په مسلسل ډول د مشرانو په غلطو او دروغجنو ژمنو باندي غوليدلي يو او د هغوى لخوا د موخو له ترلاسه کولو وروسته ژمنو ته د شا کولو له امله مو صدمه ليدلې ده، د هيلو غوټۍ مو رژېدلې دي ناهيلي شوي يو او له يوه ناورين څخه وروسته له بلې فاجعې سره مخ شوي يو.ښه اړخ مو داده چې حوصله مو لوړه ساتلې او همت مو نه دى بايللى. هر بدلون ته مو له مثبت اړخ څخه کتلي دي او هر نوى حاکم ته مو د سمون او بدلون لپاره وخت ورکړى دى. که حاکم د سمون لپاره هوډ او اراده کړې نو ملت يې ملاتړ کړى دى. په سياسي مشرتابه کې نيمګړتياوې لرو، خو ملت مو د پوهې د کچې له ټيټوالي سره سره له نيکه مرغه د شهامت او شجاعت نيمګړتيا نلري. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














