په خوست ولایت پوری تړلی دصبریوولسوالی یوه له هغه شمیر سیموشمیرل کیږی چی د خدای بښلی سناتوراود قوم مخور مشرعلی جان صبری اود قوم د غیرتی میړه الحاج ملک عید خان صبری او نورو لسګونو محورو مشرانو په مړینه دصبریو قوم یتیم شو! نوځکه خود صبریوغیرتی قوم هم د مذهبی افراط او مادی تفریط ښکار شو تردی چی ځمکه اوجغرافیایی هم دجګړی په سره ډګر بدله شوه او په پای کی یی زیان یوازی د صبریودغیرتی اولس پراوږو پریوؤت. دصبریوولسوالی هغه سیمه ده چی یووختی به دهغی په نرمه اوله زغم څخه ډکه اوګرمه غیږ اولیری پرتو کلیواوبانډو کی هم هندوانو ، سیکانو اونورومذهبی لږکیوځانونه دکلیوڅښتنان شمیرل، دا دهغه وخت د نورو په وړاندی د زغم اوتحمل دبرج د ملائیم باد انګازې وی چی پرقوم اواولس مینو مشرانو له سپیڅلیو ستونواوخولو را پورته کیدی اود طواف په څیر به د خوست پر شنه آسمان را څرخیدی . خود خوست په ځانګړی توګه دصبریو دغیرتی اولس دغه د نوروپه وړاندی دزغم او تحمل بړبوکې که له یوی خواد قومی جوړښتنونوبنسټ جوړاوه بیشتر بخوانید »