نوموړی ظاهر قدیر د نیروبی د یوی محکمی پر مخ ښکاره شو او او د قاضیانو پوښتنو ته یی ځواب ویلو خو کله چی د هدایت الله هدایت په نوم طالب چارواکی چی ځان د طالبانو د تلویزیون مرستیال بولی دښاغلی حاجی ظاهرقدیر دغه حالت ګوری نو پرته له دی چی د نوموړی د نیولو له جریان څخه خبر شی نو په خپله ټویټر پاڼه کی د حاجی ظاهر قدیر د دغه حالت په هکله داسی لیکی :" پدی سړی می خوا بده شوه یقینی چی له زړه ورباندی خفه شوم متاسفانه دا یو نه ده چې ورباندې خفه شوو، په زرهاو تښتېدلي، كاشكې نور خپل هیواد ته راشي، د نورو افغانانو په څیر عام ژوند ته ادامه ورکړي.نه به خپله غمجن یې نه به نور هیوادوال خفه کوي، دلته امن امان ده، هیڅ چاته مشکل نشته. پخواني ګاردان، زرهي موټر، کشفش دې نه غواړي، هسې هم په خارج کې به شاید په تکليف چیرته ډرایوري پیدا کړي. په دې هيله چې مسؤلینو به یې په اړه تماسونه د را خلاصون په موخه نيولې وي. الله ﷻ دې نور عام خاص افغانان له مشکلاتو او غمونو وساتي. " هدایت الله هدایت د طالبانو د رادیو تلویزیون د مرستیال د معلوماتو په خاطر باید وویل شی چی حاجی ظاهر قدیر د میلیونو نو افغانانو په څیر نه بلکه هلته د ټولو سختیو او ستونځو سره سره خپل ژوند پر مخ بیوه خو کله چی بهر ته چی ویل کیدل ددوبی په نیت د نورو لکونو افغانانو په څیر راوتی ؤ د امریکاېی یوی نا عادلانه محکمی په پریکړه ددوبی پر ځای د نیروبی په هواېی ډګر کی نیول شوی ؤ بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








