گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په کینیا کی دظاهر قدیردمحاکمی په اړه دطالب هدایت الله زړه سوی!
په کینیا کی دظاهر قدیردمحاکمی په اړه دطالب هدایت الله زړه سوی!

په کینیا کی دظاهر قدیردمحاکمی په اړه دطالب هدایت الله زړه سوی!

ظاهر قدیر د پخوانی جهادی قوماندان خدای بښلی حاجی عبدالقدیر زوی د افغان مجاهدیو  د یوه بل نامتو اووژل شوی  قوماندان عبدالحق چی ویل کیدل د ښاغلی حامد کرزی پر ځای به د امریکا له لوری پر افغانانو ورتپل کیده وراره ، په ځانګړی توګه د خدای بښلی مولوی محمد یونس خالص په مشرۍ د افغانستان د اسلامی حزب د یوی څانګی د مرستیال حاجی دین محمد وراره چی نوموړی ظاهر قدیرڅو کاله د افغانستان په ولسی جرګه کی د ننګرهارد غیرتی خلکو د استازیتوب دعوی درلوده
دروان کال د آپریل په ۱۸ مه نیټه د کینیا هیواد څخه د خپریدونکی ورځپاڼی نایروبی ټایمز د هغه هیواد د پولیسو له قوله خبر ورکړ چی ګنی د ا فغانستان هیواد یو مخور وګړۍ چی عبدالظاهر قدیر نومیږی د امریکا د متحده ایالاتو د یوی محکمی پرغوښتنه د نایروبی ښار د سیتي په نوم هوټل څخه نیول شوی دیلنډه داچی نوموړی ظاهر قدیر د نیروبی د  یوی محکمی پر مخ ښکاره شو او او د قاضیانو پوښتنو ته یی ځواب ویلو خو کله چی د هدایت الله هدایت په نوم طالب چارواکی چی ځان د طالبانو د تلویزیون مرستیال بولی دښاغلی حاجی ظاهرقدیر دغه حالت ګوری نو پرته له دی چی د نوموړی د نیولو له جریان څخه خبر شی نو په خپله ټویټر پاڼه کی د حاجی ظاهر قدیر د دغه حالت په هکله داسی لیکی :” پدی سړی می خوا بده شوه یقینی چی له زړه ورباندی خفه شوم  متاسفانه دا یو نه ده چې ورباندې خفه شوو، په زرهاو تښتېدلي، كاشكې نور خپل هیواد ته راشي، د نورو افغانانو په څیر عام ژوند ته ادامه ورکړي.نه به خپله غمجن یې نه به نور هیوادوال خفه کوي، دلته امن امان ده، هیڅ چاته مشکل نشته. پخواني ګاردان، زرهي موټر، کشفش دې نه غواړي، هسې هم په خارج کې به شاید په تکليف چیرته ډرایوري پیدا کړي. په دې هيله چې مسؤلینو به یې په اړه تماسونه د را خلاصون په موخه نيولې وي. الله ﷻ دې نور عام خاص افغانان له مشکلاتو او غمونو وساتي. ” هدایت الله هدایت  د طالبانو د رادیو تلویزیون د مرستیال د معلوماتو په خاطر باید وویل شی چی حاجی ظاهر قدیر د میلیونو نو افغانانو په څیر نه بلکه هلته د ټولو سختیو او ستونځو سره سره  خپل ژوند پر مخ بیوه  خو کله چی بهر ته چی ویل کیدل ددوبی په نیت د نورو لکونو افغانانو په څیر راوتی ؤ د امریکاېی  یوی نا عادلانه محکمی په پریکړه ددوبی پر ځای د  نیروبی په هواېی ډګر کی نیول شوی ؤ او هیڅوګ نه پوهیږی چی نوموړی چی د مخدره توکو د قاچاق اوناقانونه  وسلی د ګرځولو  په تور نیول شوی دی څنګه ددوبی د نړیوال ډګر پر ځای د کینیا پلازمینی نایروبی ته رسول شوی ؤ؟ رابه شو د ښاغلی طالب هدایت الله هدایت د بی مصرفه سپارښتنو ته چی ګنی افغانان دزرهی موټرو دده په قول” کشفش ” گارډان ……او نوری غوښتنی لری او هغی ته درسیدو په هیله بهرنیو هیوادونو ته په کډه کولو اړایستل شوی دی دا هغه اوتی بوتی دی چی هغه د چا خبره په اوریدو یی موږکان هم په خندا کیږی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا