که امیرالمؤمنین شیخ صاب « شیخ هیبت الله » موږ ته اجازه وکړی ....زما دی په الله قسم وی که دوهمه شپه په بل ځای کی وکړم بی له کوټی څخه ! په الله می دی قسم وی که دوهمه شپه په بل ځای کی وکړم بی له پیښور څخه ! خو آرمان ، آرمان ..... خو نن شپه چی د طالب چارواکو په قول د شیخ صاب پر قومانده طالبانو د غچ آخیستو په موخه خپل عملیات پیل او پای ته ورسول هیڅوک نه پوهیږی چی هغه د طالبانو د نظامی محکمی رېیس شیخ هادی همت صاب چی په کلکه یی سوګند ( قسم ) یاد کړی ؤ چی دوهمه شپه به په کوټه او پیښور کی تیروی چیرته دی ؟بل لورته د پاکستان په ظاهره ملکی خو د نظامیانو دګوډاګۍ اداری دفاع وزیر خواجه محمد آصف چی دغه زرګری خو رښتیا ته نږدی جګړه د دمادم دم مست قلندر له هغه مصرع سره پر تله کوی چی د پاکستان د نامتو هنرمند خدای بښلی فتح علی خان په غږ کی په یوه صوفیانه انداز کی ویل شوی ده خو هیڅوګ نه پوهیږی چی دغه شانی پرتله کول پر څه معنا دی ؟ بیشتر بخوانید »