دافغانستان اسلامی امارت ټولو منسوبینو او مجاهدینو او عامو هیواد والو ته خبر ورکول کیږی چی د عالیقدر امیر المؤمنین جناب شیخ صاحب حفظ الله د ۵۱۹ می ګڼۍ حکم له مخی ټول مکلف دی چی د کورنیو چارو وزارت (دقدرت یوه جزیره ) له اجازی پرته د سپکواودرنو وسلواومهماتو د ساتنی او لیږد رالیږ څخه ډډه وکړی . ددغه حکم له مخی ټول هغه استعلامونه ، مکتوبونه او نوری پاڼی چی دبیلابیلو ادارواونهادونو لخوااشخاصو ته د وسلود لیږداوساتلو جوازونه ورکړل شوی دی ټول باطل دی یوازی د کورنیو چارو اړوند د جنائی جرمونو په وړاندی د مبارزی لوی ریاست د ډایاک لوی مدیریت د وسلو دلیږد اوساتلو دجوازد صدور مسؤلیت لری . او ددغه مجهول فرمان په یوه برخه کی یادونه کوی چی ګنی : ددغه حکم له مخی ټول هغه استعلامونه ، مکتوبونه او نوری پاڼی چی دبیلابیلو ادارواونهادونو لخوااشخاصو ته د وسلود لیږداوساتلو جوازونه ورکړل شوی دی ټول باطل دی یوازی د کورنیو چارو اړوند د جنائی جرمونو په وړاندی د مبارزی لوی ریاست دډایاک لوی مدیریت د وسلو دلیږداوساتلودجوازد صدورمسؤلیت لری . کتونکی اوامنیتی څیړونکی دغه څرګندونو ته په کتو دطالبانو هغه شعار چی موږ دقدرت جزیری پای ته رسولی دی یو تجارتی اعلان بولی ! اودکورنیو چارو وزارت د جنائی جرمونو د لوی ریاست د دډا یاک لوی مدیریت هم نه یوازی خوار او غریب اولس چی په وار ، وار د امریکائی ځواکونو له لوری بی وسلی شوی دی یو ځل بیا د قدرت د طالبی جزیرو قربانیان بللی شی . بیشتر بخوانید »