گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له امریکائی ډایاگ ترطالبی ډایاگه که دقدرت دجزیروبیاراژوندی کول!
له امریکائی ډایاگ ترطالبی ډایاگه که دقدرت دجزیروبیاراژوندی کول!

له امریکائی ډایاگ ترطالبی ډایاگه که دقدرت دجزیروبیاراژوندی کول!

وایی په پخوا زمانو کی دیوه پاچا زوی د پادشاه ددربار آردلیان را ؤغوښتل چی ځانونه تیار کړی او دپاچا زوی دښکار لپاره د غره په لور روانیږی . آردلیان او ددربار ساتونکی هم تیار شول او دغره په لوریی حرکت او دهوسیو او مرغانوپه  ښکار یی  پیل وکړاو له ښکاره وروسته  دپاچا زوی او ددربار آردلیان یعنی ساتونکی  هلته د ښکار په ځای کی ویده شول چی ناڅاپه د سړو او د یخنی یوه ګړندې  څپه راغله او د پادشاه زویی له خوبه راویښ شو پرساتونکو یی غږ کړچی که کومه یوه کمپله یا بړستن که وی چی د پاچا دزوی پر سر یی واچوی ترڅو ویده شی خو داچی ساتونکی پر دی نه پوهیدل چی ګنی دوی به په ښکار ځای کی شپه هم تیروی نو له ځان سره یی کمپلی او بړستنی نه وی راوړی نو ورته وی وی چی پاچا سلامت موږ خوکمپلی او  بړستنی نه دی را وړی یوازی د خره کته یا پالان شته که ستاسو اجازه وی چی حاضره یی کړو . د پاچا زوی چی د خره د پالان نوم واورید نو دایی د ځان لپاره اهانت وګاڼه او اردلیانو ته په قهرشو چی تاسو ما ته توهین کوی زه او د خره کته ؟ ساتونکی هم ټول چوپ او غلی په خوب ویده شول چی د سړو او یخنۍ په یخو څپو کی د پاچا زوی تاب را نه ؤړ او په ساتونکو یی غږ وکړ : چی ګوری تاسو هغه راوړی خو نوم به یی نه آخلې !

  لکه څنګه چی مو واوریدل د طالبانوله لسګونو ویاندانو څخه  یوه ویاند چی ځان مفتی او عبدالمتین قانع بولی د یوی ویډیوپه یوه برخه کی چی د طالبانو د ځواک د یوه مرکز لخوا ناروا او حرام ګڼل شویده داسی وویل : حمدأ ومُصلی و بعد : دافغانستان اسلامی امارت ټولو منسوبینو او مجاهدینو او عامو هیواد والو ته خبر ورکول کیږی چی د عالیقدر امیر المؤمنین جناب شیخ صاحب حفظ الله د ۵۱۹ می ګڼۍ حکم له مخی ټول مکلف دی چی د کورنیو چارو وزارت (دقدرت یوه جزیره ) له اجازی پرته د سپکواودرنو وسلواومهماتو د ساتنی او لیږد رالیږ څخه ډډه وکړی . ددغه حکم له مخی ټول هغه استعلامونه ، مکتوبونه او نوری پاڼی چی دبیلابیلو ادارواونهادونو لخوااشخاصو ته د وسلود لیږداوساتلوجوازونه ورکړل شوی دی ټول باطل دی یوازی د کورنیو چارو اړوند د جنائی جرمونو په وړاندی د مبارزی لوی ریاست د ډایاک لوی مدیریت د وسلو دلیږد او ساتلو د جواز د صدور مسؤلیت لری .له هم هغه ورځی چی طالبانو ته د دوحی مذاکراتو او د سولی د تړون  په نوم په افغانستان کی د چارو واک سپارل شوی دی له هم هغه ورځی راپه دی خوا په افغانستان کی  د واک او قدرت دجزیرو پای ته رسول یی لویه لاس ته راوړنه بلله او اوس هم چی څه دپاسه دری کاله یی د واک پر ګدۍ له کیناستو تیریږی طالبی واکمنی  د همدغه شعار ترآغیزی لاندی راغلی ده او دقدرت د جزیرو خاتمه د لاس ته راوړنو یوه ښکاره بیلګه شمیرل کیږی . خو د طالبانو په ګډون زموږ خواراو غریب اولس په دی نه پوهیږی چی په افغانستان کی دواک اوقدرت جزیری څوګ او څنګه ختمی شوی ؟ دکتونکو په باور که په افغانستان کی د ګوتو په شمیر د قدرت او واک جزیری موجودی وی او په ظاهری بڼه د طالبی واکمنی په نوم ونړیدې په بدل کی یی په سلګونو د دواک او قدرت جزیری د طالبی واکمنی په نوم را څرګندی شوی . دا ځکه چی د قانون او د لاری د نقشی په نشتوالی کی هر هغه څوګ چی وسله په لاس کی لری او یاهم معین وسله وال تری اطاعت وکړی د قدرت او واک جزیره بللی شی . همدغه ځواکونه چی د یوی واحدی قوماندی لاندی نه وی کیدای شی د ټولنی د وګړو لپاره یولوی سرخوږۍ پیداکړی . د حیرانتیا وړ خو داده چی دقانون او دهغه د عادلانه اعمال د نشتوالی په صورت کی د واک او قدرت  ددغه شانی په سلګونو او زرګونو جزیرو د ختمولو لپاره پریوه مجهول او مجعول آدرس ټینګار کوی اووایی : دافغانستان اسلامی امارت ټولو منسوبینو او مجاهدینو او عامو هیواد والو ته خبر ورکول کیږی چی د عالیقدر امیر المؤمنین جناب شیخ صاحب حفظ الله د ۵۱۹ می ګڼۍ حکم له مخی ټول مکلف دی چی د کورنیو چارو وزارت (دقدرت یوه جزیره ) له اجازی پرته د سپکواودرنو وسلواومهماتو د ساتنی او لیږد رالیږ څخه ډډه وکړی . ددغه حکم له مخی ټول هغه استعلامونه ، مکتوبونه او نوری پاڼی چی دبیلابیلو ادارواونهادونو لخوااشخاصو ته د وسلود لیږداوساتلو جوازونه ورکړل شوی دی ټول باطل دی یوازی د کورنیو چارو اړوند د جنائی جرمونو په وړاندی د مبارزی لوی ریاست د ډایاک لوی مدیریت د وسلو دلیږد اوساتلو دجوازد صدور مسؤلیت لری . او ددغه مجهول فرمان په یوه برخه کی یادونه کوی چی ګنی : ددغه حکم له مخی ټول هغه استعلامونه ، مکتوبونه او نوری پاڼی چی دبیلابیلو ادارواونهادونو لخوااشخاصو ته د وسلود لیږداوساتلو جوازونه ورکړل شوی دی ټول باطل دی یوازی د کورنیو چارو اړوند د جنائی جرمونو په وړاندی د مبارزی لوی ریاست دډایاک لوی مدیریت د وسلو دلیږداوساتلودجوازد صدورمسؤلیت لری . کتونکی اوامنیتی  څیړونکی دغه څرګندونو ته په کتو دطالبانو هغه شعار چی موږ دقدرت جزیری پای ته رسولی دی یو تجارتی اعلان بولی ! اودکورنیو چارو وزارت د جنائی جرمونو د لوی ریاست د  دډا یاک لوی مدیریت هم نه یوازی خوار او غریب اولس چی په وار ، وار د امریکائی ځواکونو له لوری بی وسلی شوی دی یو ځل بیا د قدرت د طالبی جزیرو قربانیان بللی شی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا