که د انجونو په زده کړو باندې بنديز ته هر څومره توجيهات ولټول شي, د قناعت وړ نه دي. لا هم وخت شته چې موجوده حاکمه ډله د خپلو ديني او ملي مسئوليتونو د احساس له مخې د اعتدال لاره خپله کړي. د يوه ملت د مشرتابه دنده د ديني عالمانو له نورو عنعنوي دندو سره خورا ستر توپیر لري. زموږ په جنتي خاوره کې يو پر بل پسې د دوزخي سياستونو کره او انکار نه منونکى ثبوت داهم دى چې په تيرو څو لسيزو کې په افغانستان باندې هر حاکم راغلى او افغان ولس منلى او نازولى دى، خو هيڅ حاکم د ولس د سوکالي او د هېواد د ابادي په موخه له واک څخه د لاس په سر کيدو لپاره تيارى نه دى ښودلى. د تاريخ په پاڼه کې له وسلوال مخالف اړخ سره د هوکړې په صورت کې د سولې په موخه د ولسمشر د مستعفي کيدو او بې پرې ډلې ته د واک سپارلو د وړانديز ثبت نلرو. په مليونونو افغانانو د هيواد د ازادي استحکام او ابادي په موخه خپل سرونه قربان کړل، خو د حيرانتيا خبره ده چې د تيرو څو لسيزو راپدیخوا هيڅ مشر هم د سولې، د هېواد ښيرازه کولو، ولس ته د هوسا ژوند د برابرولو او د روښانه راتلونکې لپاره د واک قرباني کولو بيلګه نه لرو. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














