د هر يرغلګر په وړاندې په هر ځاى او هر وخت کې مبارزه وياړ او د هر انسان دنده ګڼم خو دَ افغان په لاس د افغان د وژلو دوکتورين په وړاندې پرون هم په مخالف لوري کې ولاړ وم او نن هم راته د منلو وړ نه دى. البته د واک په سر کورنۍ جګړه منفوره او منحوسه ده او يادونه يې دومره دردوونکې او ځوروونکي دي چې نشم کولاى ورباندې تبصره وکړم. همدغه شان د افغانانو ترمنځ د يو زغملو دود راته دومره ارزښتناک ده چې نه غواړم ورباندې مناظره وکړم. دلته که هر څوک واک ترلاسه نو سوله لازمه ګڼي او کله چې له واک څخه لرې شي نو جګړه مجبوريت او مکلفيت ګڼي د تېر نظام د نسکورولو عاملين پخواني جنګسالاران، زورواکان، د کابل ويجاړوونکي او په وروستيو کې د امریکا لخوا د وارداتي ديموکراسي په مهال افغانستان ته را ديسانت شوي نيمه مخمور افراد هم له زرګونه مايله لرې واټن څخه د افغانانو د غولولو لپاره په هېواد کې يو ځل بيا د کورنیو جګړو او تعصباتو خپرولو ډنډورې غږوي بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














