د افغانستان بريالۍ بهرنۍ تګلاره بايد د شکايتونو او پېښو ته د تصادفي غبرګونونو له احساساتي اړخونو څخه ورهاخوا منظمې ستراتيژي او رغنده فعالې ديپلوماسي ته واړوي. سيمهييزه سياستونه هم بايد د افغانستان لخوا د تېرو وختونو شکايتونو له پامه ونه غورځوي. البته افغانستان هم نشي کولای له هغو ناستو او خبرو څخه لرې پاتې شي چې ددغه هېواد راتلونکی پکې تر بحث لاندې نيول کېږي. ګډون په هيڅ صورت د پړې منل نه دي؛ بلکې يو فرصت دی چې اجنداوې باید له سره تعريف شي. په دغه شان ناستو کې باید وښودل شي چې تلپاتې ثبات هغه وخت شونی دی چې نيابتي سياستونه پای ته ورسېږي بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








