د بريا لاره داده چې موږ د دين او تمدن ترمنځ د انډول او باور رامنځته کولو له لارې د ماديت او معنويت ترمنځ اړين انډول ته لاره پرانيزو. د ملي ارزښتونو او خپلو اړتیاو په چوکاټ کې
له نړيوالو معيارونو سره سم اساسي د اړونده ټولو برخو د ماهرينو لخوا د اساسي قانون مسوده ترتیب او د منل شويو فورمونو لخوا تصويب شي. د افغانانو ترمنځ نه پرونئ جګړه د وياړ وګڼل شي او نه هم راتلونکې جګړې ته د سپيڅلتيا ټاپه جوړه شي. د واک د وېش د اجندا په برخه کې د غونډو او ناستو له ترتيبولو څخه د نظام جوړولو او ميکانيزم رامنځته کولو ته لمړيتوب ورکولو له لارې د ولس ملاتړ ترلاسه شي. موږ د بهرنیو د لاس وهنو په ځواب کې يوازې په بدرد ويلو احساساتي څرګندونو باندې بسنه کوو خو زموږ د ستونځو، نيمګړتياو، د پرمختګونو په مخکې د پرتو عواملو د له منځه وړل او د ملي ارتقا په لور سفر ته دوام ورکول، پرديو ته په بدرد ويلو تحقق نه مومي، بلکې خپلو نيمګړتياو ته د متوجه کيدلو له لارې شونى دى. ديني ارزښتونه مو د دين په نوم افراطي افکارو او زموږ له چوپتیا څخه رامنځته شوي ړوند تقليد بدنام کړل چې له امله يې موږ لاهم هغه ظرفیت نه دى موندلى چې په ساينسي او د معلوماتي تيکنالوژي په برخه کې په بې ساري ډول د خپل ملت وروسته پاتې کېدو تر شا پراته لاملونه پيدا کړو او هغو نيمګړتياو ته د حل لاره ولټوو چې دغه قوم ته يې نه جبرانيدونکي زيانونه اړولي دي.
بیشتر بخوانید »